د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر څه باندې ۱۳۰زرو ته ورسېد


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د کروناویروس په اړه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تازه معلومات ښيي چې په دغه هېواد کې د کروناویروس د مثبتو پېښو شمېر له ۱۳۰زرو څخه پورته شوی دی.

دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ جولای ۷ (چنګاښ ۱۶) ویلي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې په خصوصي او دولتي لابراتوارونو کې درې زره او ۴۸۱ مشکوک سمپلونه ارزول شوي چې له دې شمېرې یو زر او ۹۲ یې مثبت تشخیص شوي دي.

همداشان دغه وزارت ویلي چې په دې موده کې د کرونا په ویروس اخته ۶۲ کسان مړه شوي هم دي.

د روغتیا وزارت د رسمي معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کروناویروس وبا له پیل څخه تراوسه په دغه ویروس د اخته شویو کسانو شمېر ۱۳۰۱۱۳ کسانو ته او د مړو شمېر ۵۴۷۷ ته لوړ شوی دی.

دغه وزارت ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کروناویروس اخته یو زر او ۶۴ کسان بېرته ښه شوي دي.

د کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په وروستیو کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او په چټکۍ سره په نړۍ کې خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تراوسه په نړۍ کې څه باندې ۱۸۴میلیونه او ۶۹۲زره کسان په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې کابو درې میلیونه او ۹۹۶زره مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG