د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا له امله د مړو شویو شمېر له ۵۰۰۰زرو پورته شو


د افغانستان د روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس له امله د ۸۶ کسانو په مړیني سره په افغانستان کې د دغې ناروغۍ له کبله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر پنځه زره او ۴۸ ته پورته شوی دی.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس په کابل کې د کروناویروس له امله د یو زر او ۶۵۷ ناروغانو د مړیني په ثبت سره دغه ولایت د لیست په سر کې ځای لري.

په هرات او بلخ کې د مړینې ۵۰۷ او ۴۷۹ پېښې ثبت شوي چې په دویم او درېیم ځای کې دي.

همداشان د روغتیا وزارت ویلي چې په افغانستان کې په تېره یوه شپه او ورځ کې د کروناویروس یو زر او ۹۴۰ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي چې ورسره د ټولو اخته شویو کسانو شمېر ۱۲۲زره او ۱۵۶کسانو ته رسېدلی دی.

دغه وزارت ویلي چې د کروناویروس درېیمه څپه لا هم په افغانستان کې دوام لري او ټینګار یې کړی که خلک روغتيايي سپارښتي په جدي توګه رعایت کړي نو ورسره به د کروناویروس د پراختیا کچه راټیټه شي.

د کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو او په چټکۍ سره د نړۍ هېوادونو ته ورسېد.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تراوسه په نړۍ کې څه باندې ۱۸۲میلیونه او ۲۴۶زره کسان په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې له درې میلیونو او ۹۴۸زرو څخه زیات مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG