د امریکا د شیکاګو ایالت د ارورا ښار په یوې کارخانې کې یوه وسله وال کس په ډزو پنځه تنه وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.
د اسوشېټېډ پرېس اژانس د راپور لهمخې یوه تن د جمعې په ورځ د هنري پرټ په نوم کمپنۍ پر کار کوونکې ډزې وکړې چې د دغه کمپنۍ پنځه تنه کار کوونکې ووژل او پنځه پولیس یې ټپیان کړل.
ارورا ښار د شیکاګو ایالت په ۶۵ کیلومترۍ کې موقعیت لري.
اژانس وايي چې حمله کوونکی ۴۵ کلن ګري مارټین نومیږي چې د پولیسو په متقابلو ډزو کې وژل شوی دی.
په سیمه کې پولیسو خبریالانو ته ویلي چې د برید مخه یې پر وخت نیولې او د نورې مرګ ژوبلې مخه یې نیولې ده.