اروپايي ټولنې د ټرمپ د پروازونو د بندیز پرېکړه وغندله

ولسمشر ټرمپ وایي دا بندیز یې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره لګولی

اروپايي ټولنې امریکا ته د ټرمپ لخوا په پروازونو لګیدلی بندیز وغنده

اروپايي اتحادیې د امریکا د ولسمشر دونالډ ټرمپ په هغې پریکړې نیوکه کړې چې له اروپا څخه امریکا ته یې په پروازونو بندیز لګولی دی.

ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (مارچ۱۲) دا ۳۰-ورځنی بندیز اعلان کړ چې د واشنګټن ډي سي په وخت د شنبې په نیمه شپه پیل کیږي. دا کار د کرونا ویروس د خپریدو مخنیوي لپاره شوی دی.

ولسمشر ټرمپ وايي چې اروپايي ټولنې د کروناویروس د مخنیوي لپاره احتیاطي ګامونه نه دي اخیستي، خو د اروپايي ټولنې مشران دا خبره ردوي.

د اروپايي کمیسیون ویاند ایرک مامر د ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه یوه اړخیزه وبلله. هغه وویل: "د متحدو ایالتونو لخوا پر هوايي پروازونو بندیز یو اړخیز او پرته له مشورې لګول شوی دی، اروپايي اتحادیه د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره جدي اقدام کوي."

که څه هم په برتانیا او ایرلند کې د کرونا ویروس په سلګونو پیښې ثبت شوې دي، خو ولسمسشر ټرمپ امریکا ته د برتانیا پروازونه نه دي بند کړي. واشنګټن وايي چې دغه هیوادونه د شینګن زون سره سرحد نه لري.

د برتانیا صدراعظم بوریس جانسن خبرداری ورکړی چې کیدای شي وضعیت نور هم خراب شي. ښاغلي جانسن وویل "زه باید له تاسو او نورو خلکو سره هېڅ فرق ونکړم، د ډېرو کورنیو عزیزان مړه شوي" او ځینې نور هم اندېښنه لري چې عزیزان به یې د کرونا ویروس له کبله مړه شي.

د ولسشمر ټرمپ له دې اعلان سره د جرمني په فرانکفورت او د اورپا په نورو هوايي ډګرونو کې بي نظمي پیدا شوې ده.

جویل هاري په نوم یو مسافر وايي: "که پروازونه لغوه شي، موږ نه پوهیږم چې بیرته به لاړو شو که نه، د یو بل پرواز لپاره مې درې زره ډالر ولګول." ګڼو اروپايي هیوادونو د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه په سرحدونو کې یو شمیر روغتیایي اقدامات پیل کړي دي.

امریکا کې بېړنی حالت

امریکا په داسې وخت کې له اروپا څخه پر پروازونو بندیز لګولی چې په امریکا کې په کرونا ویروس ۱۶۶۰ کسان اخته شوي او شاوخوا ۴۱ نور مړه شوي دي.

د امریکا په اوهایو، مېريلند او میشګن ایالتونو، سیاتل او سن فرانسیسکو ښارونو کې تر دولسم ټولګي پورې سلګونه ښوونځي تړل شوي دي.

په واشنګټن ډي سي او ورسره څېرمه ایالت ویرجینیا کې بېړني حالتونه اعلان شوي دي. دغلته لسګونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د کروناویروس د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې په چین کې تشخیص شو او دا مهال د نړۍ په ۱۲۱ هېوادونو کې خپور شوی دی چې ۱۳۵۳۰۰ کسان پرې اخته او څه باندې ۵۰زره کسان مړه شوي دي.