د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ ټرمپ له اروپا څخه امریکا ته د سفرونو د ځنډولو اعلان کړی


د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د کروناویروس د مخنیوي لپاره له اروپا څخه امریکا ته سفرونه د یوې میاشتې لپاره وځنډوي.

ښاغلي ټرمپ تېره شپه د مارچ په ۱۱ (کب ۲۱) د امریکا ولس ته په خطاب کې وویل چې د سفرونو د ځنډولو لړۍ به د شنبې له ورځې څخه پیل او تر دېرشو ورځو دوام وکړي.

د امریکا جمهور رئیس زیاته کړه، چې په دغه بندیز کې یواځې له اروپا څخه د مسافرو راتګ شامل دی او سوداګریزې چارې به د پخوا په څیر دوام وکړي.

ښاغلي ټرامپ دغه راز وویل بریتانیا په دغه بندیز کې شامله نه ده.

تر اوسه په متحده ایالاتو کې څه دپاسه ۱۲۵۷ کسان په کروناویروس اخته شوي او ٣٧ تنه پدې هیواد کې پدې ویروس باندې د اخته کیدو له وجې مړه شوي دي.

د امریکا جمهور رئیس له هغو ناروغانو او کوچنیو تشبثاتو څخه د مالي ملاتړ اعلان هم کړی چې د کروناویروس له امله یې کارونه ځنډول شوي دي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس له اروپا څخه امریکا ته د سفرونو د ځنډولو اعلان په داسې حال کې کړی چې د روغتیا نړیوال سازمان د کروناویروس ناروغي د نړیوالې وبا په توګه اعلان کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د چهارشنبې ورځې په راپور کې ویلي چې په ټوله نړۍ کې ۱۱۸زره او ۱۶۲ کسان د کروناویروس په ناروغۍ اخته شوي چې له دې شمېرې په ۱۱۴ هیوادونو کې ۴٦۴٠ تنو د دې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

له چین وروسته دغه ناروغي په اروپا کې په ځانګړي ډول ایټالیا کې په چټکۍ مخ په خورېدو ده.

په ایټالیا کې تر اوسه شاوخوا ١٢٦٢کسان په دې ناورغې اخته شوي او د دوو اونیو په ترڅ کې ٨٢۴ کسان مړه شوي دي.

د ایټالیا حکومت د کروناویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره ددې هیواد په شمال کې ټینگ شوی قرنطین ټول هیواد ته غځولی دی او له خلکو څخه یې غوښتي چې له خپلو سیمو څخه یوازې د روغتیايي او ډېرو مهمو کارونو لپاره بهر ته ووځي.

XS
SM
MD
LG