د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا ویروس نړۍ کې څه باندې ۵۰۰۰ کسان مړه کړي


چین، ایټالیا او ایران درې هغه هېوادونه دي چې کرونا په کې ډېر کسان مړه کړي
چین، ایټالیا او ایران درې هغه هېوادونه دي چې کرونا په کې ډېر کسان مړه کړي

د لویدیځ پر وخت د جمعې په شپه (مارچ۱۳) تر ۱۱ بجو پورې د کروناویروس له کبله په نړۍ کې ۵۰۴۳ تنه مړه شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس د چارواکو له خولې لیکلي دي چې تر دې دمه په چین او د چین تر واک لاندې ځینو سیمو کې ۳۱۷۶ کسان مړه شوي دي.

له چین وروسته ایټالیا او ایران دوه هغه هېوادونه دي چې کرونا ویروس په کې ډېر کسان مړه کړي دي.

په ايټالیا کې ۱۰۱۶ او په ایران کې۵۱۴ تنه مړه کړي دي. همدغه درې هېوادونه د کرونا ویروس له کبله تر ټولو ډېر تلفات لري.

په ایران کې په تازه پېښو کې د جمعې په ورځ (مارچ۱۳) ۸۵ تنه مړه شوي دي او ۱۲۸۹ نور پرې اخته دي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې په چین کې تشخیص شو، تر دې دمه د نړۍ په ۱۲۱ هېوادونو کې دا ویروس خپور شوی او شاوخوا ۱۳۴۳۰۰ کسان پرې اخته دي.

XS
SM
MD
LG