د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو د پنجشنبې په ورځ د (اکتوبر ۲۲مه) په یوه اعلامیه کې له اروپايي هېوادونو وغوښتل چې افغانان په زور افغانستان ته و نه لیږي، او د بشري حقونو او کډوالو د حقونو په برخه کې خپلې نړیوالې ژمنې عملي کړي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا هم ډېر خراب دی او ښځې او نجونې له پراخې او سیستماتیکې ځورونې سره مخ دي؛ داسې ځورونه چې ښايي د بشریت پر ضد د جرمونو په کچه وي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو په اعلامیه کې ویلي: په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا هم ډېر خراب دی.ښځې او نجونې له جنسیتي ځورونې سره په دومره پراخه او منظمه توګه مخ دي چې دا کړنې ښایي د بشریت پر ضد جرمونه وګڼل شي.
د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ له اروپايي ټولنې وغوښتل چې د افغانانو له ایستلو ډډه وکړي او هغوی هغو ځایونو ته بېرته ونه لېږي چې د ده په وینا، خطر ورته پېښېږي.
د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینټ وايي زه د ملګرو ملتونو له نورو ځانګړو راپور ورکوونکو او کارپوهانو سره یوځای پر اروپایي ټولنې او نورو هیوادونو غږ کوم چې افغانان بېرته هغو خطرونو ته ونه لېږي چې د هغوی ژوند او خوندیتوب ګواښي، او د بشري حقونو په برخه کې خپل نړیوال مکلفیتونه، په ځانګړي ډول د بېرته نه شړلو اصل مراعات کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهان وايي هېوادونه باید د هر شخص د بېرته ستنولو تر مخه د هغه د خطرونو انفرادي ارزونه یقیني کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهان په اعلامیه کې ویلي د نړیوالو قوانینو له مخې د بېرته نه شړلو اصل د هر هغه کس لېږد یا شړل منع کوي چې په کوم هیواد کې د خپل سر د ژوند له لاسه ورکولو، شکنجې او نورو ناوړه چلندونو، په زور د ورکېدو، خپل سرې نیونې، له عدالت څخه د ښکاره محرومېدو او د بشري حقونو له نورو جدي سرغړونو سره مخ کېدو خطر ولري.
په ورته وخت کې د کډوالو د حقونو یو شمېر کارپوهانو هم په دې اړه اندیښنه ښودلې ده.
د کډوالو د حقونو فعال ګل ولي پسرلي امریکا غږ ته وویل: په دې هیله چې اروپايي اتحادیه او نور هیوادونه مشورو ته غوږ ونیسي افغانان باید په زور او جبر و نه لیږل شي، ځکه دا له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده او هغه شیان چې د ملګرو ملتونو په کنوانیسیون کې دي د هغې خلاف دي، ځکه په افغانستان کې شرایط داسې نه دي برابر چې تاسو بیرته خلک ولیږئ.
د اروپایي کمېسیون چارواکو د روان میلادي کال په جون میاشت کې بروکسل ته د طالبانو د پلاوي د لومړي رسمي سفر کوربه توب وکړ او د افغانانو د بېرته ستنولو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
د بشري حقونو په اړه د طالبانو پر سختدریځو تګلارو د نړیوالو نیوکو په غبرګون کې، طالبان ادعا کوي چې د افغانستان د ټولو خلکو، په ګډون د ښځو او نجونو، بشري حقونه د افغان کلتور او د "اسلامي شریعت په چوکاټ" کې تأمین شوي دي.