په افغانستان کې د کرنې د تقویت او غذايي مصونیت لپاره د ۱۰۰ میلیون ډالرو مرسته

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې او د اسیا انکشافي بانک په افغانستان کې د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت یو نوښت پیل کړی چې هدف یې د غذايي مصونیت تقویه او د کرنې له لارې د معیشیت بېرته اعاده کول ښودل کېږي. دا پروګرام د څه باندې یو میلیون زیانمنونکو افغانانو لپاره دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په ویبسایټ کې په خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي،چې له پاکستان او ایران څخه راستانه شوي افغانان، هغه سیمې چې راستانه شوي په کې مېشت دي او د وروستیو زلزلو او سیلابونو ځپل شوې کورنۍ به د دغې پروژې څخه برخمنې شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي چې په افغانستان کې پرلپسې طبیعي پېښو کرنیز حاصلات، د اوبو رسونې اساسات او څاروي له منځه وړي او په لوی شمېر کې د کډوالو په راستنېدو دا ستونزې نورې هم زیاتې شوې دي.

د افغانستان په لېرو پرتو سیمو کې کرنه او مالداري د اکثریت خلکو د اقتصاد اساس بلل کېږي.

ملګرو ملتونو وړاندوینه کړې ده چې په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۱۷.۴ میلیون خلک د خوړو له شدید نشتوالي سره مخامخ وي. همدغه راز تر پنځو کلونو کم عمر ۳.۷ میلیون ماشومان او ۱.۲ میلیون شېدې ورکوونکي او میندوارې ښځې له خوارځواکۍ (سوء تغذیه) سره مخامخ وي.

د خوړو او کرنې اداره وايي چې په دغې نوې پروژې کې به ځپل شویو کلیو او بانډو او هغو ميندو ته، چې د خپلو کورنیو سرپرستي په غاړه لري، ډېره پاملرنه وشي. د دې ترڅنګ، هغو ولایتونو ته به هم ځانګړی پام وشي چې وچکالیو، سیلایونو او نورو طبیعي پېښو ځپلي دي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د اسیا انکشافي بانک په افغانستان کې له ۲۰۲۲ کال راهېسې د غذايي مصونیت د تقویې او د کرنې له لارې د معیشیت د بېرته اعاده کولو لپاره د خوړو او کرنې د ادارې له لارې ۲۶۵ میلیون ډالر مرسته کړې ده.

څو ورځې مخکې دغې ادارې وویل چې په ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې د کرنې په برخې کې له ۶.۷ ملییون خلکو سره مرستې وشي څو د اوږد مهال لپاره د کرنې د ودې قوي بنسټ کېښودل شي.

د افغانستان لپاره د بشري مرستو د تنظیم ادارې (اوچا) ویلي چې په ۲۰۲۶ کال کې به ۲۱.۹ میلیون افغانان، چې د ټول نفوس ۴۵ فیصده کېږي، بشري مرستو ته اړتیا ولري او دوی د دغو مرستو د برابرولو لپاره ۱.۷۱ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.