کندهار کې د لومړۍ ښځینه مدافع وکیلې د کار کیسه

میرمن سلطانزاده وايي د خپل کار په موده کې یې ۴۰۰ قضیو کې وکالت کړی

ګل مکۍ سلطانزاده په کندهار ولایت کې لومړۍ ښځینه مدافع وکیله ده چې د قانون د حاکمیت او د زندانیانو د حقوقونو د خوندیتوب په برخه کې کار کوي.

میرمن سلطانزاده په وروستیو کې د بښنې د نړیوال سازمان له خوا د پنځلسو مخکښو میرمنو په دله کې شامله شوې ده.

په کندهار کې لومړۍ ښځینه مدافع وکیله میرمن سلطانزاده وايي په څه باندې څلور زره قضیو کې یې وکالت کړی دی چې شپږ سوه د ميرمنو وې.

اغلې سلطانزاده د یوې ښځي په توګه هیله څرګندوي چې ټولنه کې دې د ميرمنو اسلامي او قانوني ارزښتونو ته درناوي وشي.

Your browser doesn’t support HTML5

ګل مکۍ سلطانزاده څلور زره قضیو کې وکالت کړی