د لاس رسي وړ اتصالات

غني: له ښځو سره زور زیاتی ویاړ او نارینتوب نه دی


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مبارزې د نړیوالې ورځې په مراسمو کې وویل چې د ښځو سره د زور زیاتي پراخ اړخونه په وارزول شي.

هغه زیاته کړه: "یواځې کورنۍ د تاوتریخوالي ځای ندی، د کار ځای، دولتي ادارې، غیر دولتي ادارې، بین المللي ادارې؛ دا ټول هغه ځایونه دي چې باید په اساسي توگه وارزول شي...چې د خشونت ډولونه تشخیص شي او ددې ناوړه پدیدې د مخنیوي او محوه کولو لپاره مشخصې لارې او وسایل په کار واچول شي".

ښاغلي غني وویل چې د تاوتریخوالي په وړاندې مبارزه باید د افغانستان په تعلیمي نصاب هم شامله شي. هغه زیاته کړه: "اړتیا ده چې د زده کړو بنسټونه (له وړکتون څخه تر پوهنتونونو او ټول تحصیلي او تعلیمي بنسټونه) له ډول ډول تاوتریخوالي نه ډډه وکړي او وقایه شي".

ښاغلي غني د ښځو په پراخ مشارکت باندې د حکومت ټینگار ته په اشارې وویل چې افغان میرمنې د خپل ځان استازیتوب کوي او باید په ټولنه کې فعال رول ولري.جمهور رئیس غني زیاته کړه: "د افغانستان د ملي شورا نه تمه لرم چې جناب (انیسه) رسولي صاحبه د افغانستان د لومړنۍ ښځینه قاضي په توگه ژر تائید کړي".

د بیان ازادي

ښاغلي غني وویل چې اوسني حکومت د خبریالانو گډه کمیټه جوړه کړه چې مسؤلیت یې د جمهور رئیس د مرستیال سرور دانش په غاړه دی او تر اوسه یې ۱۷۲ قضیې څیړلي او قضایي او عدلي مقاماتو ته یې معرفي کړي چې له هغې جملې نه د لوی څارنوالۍ د معلوماتو له مخې ٦٠ قضیې ارزول شوي او ۸۳ تنه د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي په تور محاکمه شوي دي.

ښاغلي غني وویل چې تر اوسه دوه تنه د یو افغان خبریال د وژلو په جرم په اعدام محطوم شوي دي.

هغه وویل چې اوسني حکومت اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون هم جوړ کړی دی.

ښاغلي غني وویل چې د خبریالانو د ملاتړ صندوق یې جوړ کړی او پخپله یې پنځه میلیونه افغانۍ د خپل شخصي جایداد نه دغه صندوق ته اعانه کړي دي. هغه د کب د میاشتې ٢٧ د خبریالانو ورځ اعلان کړه.

XS
SM
MD
LG