په کابل کې د پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي چې په سېلابونو کې د نورستان خلکو ته "درانه مالي او ځاني زیانونه" اوښتې دي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پېښو سره د مبارزې ادارې د دوشنبې په ورځ (جولاۍ۲۰) په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي چې "د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست مسؤولین سیمې ته رسېدلي" او د ژغورنې عملیات يي پیل کړي دي.
دغې ادارې د تلفاتو او زیانونو ارقام خپاره کړي نه دي خو ویلي یې دي چې پدې اړه يي ارزونې پیل کړې دي.
د نورستان سیمه يیزو چارواکو له نړیوالو ادارو او خیریه بنسټونو نه د مرستې غوښتنه کړې ده. دا ولایت د خپلې طبیعي جازبې له کبله د هېواد ملي پارک نومول شوی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د ادارې د معلوماتو له مخې، د روان کال د مارچ له ۲۶مې څخه د اپریل تر ۶مې پورې، سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو د افغانستان نږدې ۳۱ ولایتونه اغېزمن کړي چې په کې ۱۶۵ ولسوالۍ او ۵۴۶ کلي شامل دي.