سیلابونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې افغانستان کې '۱۴ کسان مړه' کړي

په افغانستان کې له څو ورځو راهېسې په یو شمېر ولایتونو کې بارانونه شوي چې له کبله یې سیلابونه وتلي او خلکو ته یې مالي او ځاني تلفات اړولي دي.

د طالبانو د حکومت له پیښو سره د مبارزې د چمتوالي ادارې د سه شنبې په ورځ مارچ ۳۱ اعلان وکړ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د اورښتونو او سیلابونو د راوتو له امله ۱۴ کسان مړه شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

د دغې ادارې ویاند محمد یوسف حماد د ایکس پر ټولنیزې شبکې په یوه ویډیویي پیغام کې زیاته کړې ده چې سیلابونو پر ځاني زیان سربیره باغونه، کرنیزې ځمکې، کروندې او څه باندې ۶۰۰ کورنۍ زیانمنې کړي دي.

د حماد په وینا سیلابونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې ۵۰ کورونه په بشپړ ډول او ۴۲۶ نور په قسمي ډول تخریب کړي دي. د طالبانو ددې چارواکي په وینا، سیلابونو او اورښتونو د اوبو رسونې ۲۲ څاه ګانې له منځه وړي او یا یې هم ویجاړي کړي دي.

نوموړي وویل چې دغه اورښتونه او سیلابونه په کابل، کاپیسا، پروان، پنجشیر، دایکندي، پکتیکا، خوست، لوګر، میدان وردګ، غزني، زابل، ارزګان، هلمند، هرات، غور، بلخ، سمنګان، جوزجان، بدخشان، ننګرهار، لغمان او نورستان ولایت کې شوي او راوتي دي.

یادې ادارې د زیانمن کېدونکو او زیانمنو شویو سیمو اوسیدونکو ته لارښونه کړې چې د خپل ځان او مال د ساتلو په هدف د باران د اورښت پرمهال د سیندونو له غاړي او د سیلابونو د راتګ له مسیر څخه لري شي.

له دې مخکې د طالبانو حکومت راپور ورکړی و چې د مارچ له ۲۶ څخه تر ۳۰ پورې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د سیلابونو د راوتو او تالندې او بریښنا له امله ۲۸ کسان ووژل شول او ۴۹ نور ټپیان شول.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي سیلابونه نه یوازې څاه ګانې زیانمنوي او د څښاک اوبه ککړوي بلکې د ناپاکو اوبو د څښل کیدو له امله د ساري ناروغیو د رامنځ ته کیدو چانس ډیروي.

په افغانستان کې د سیلابونو د راوتو له امله د تلفاتو شمیر په داسې حال کې زیاتیږي چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د افغانستان په مرکزي، ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې د ناڅاپي سیلابونو د راوتو خبرداری ورکړی دی. ددغه نړیوال بنسټ په وینا، اروښتونه ممکن د اپریل تر پنځمې نیټې پورې دوام وکړي.

افغانستان هر کال د پسرلي په پیل سره د اروښتونو او سیلابونو د راوتلو شاهد پاتې شوی دی خو په وروستیو کلونو کې د هغه څه له امله چې اقلیمي بدلونونه ګڼل کیږي، دا سیلابونه ډیر زیان رامنځ ته کوونکي ثبت شوي او پراخ تلفات او زیانونه یې رامنځ ته کړي دي.