د طالبانو له پيښو سره د مبارزې د چمتووالي اداره وایي چې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې اورښتونو او سیلابونو او نورو طبیعي پيښو ۲۸ کسان وژلي او ۱۰ تنه نور یې ټپیان کړي دي.
د یادې ادارې ویاند محمد یوسف حماد نن شنبه (مې ۲۳) په خپله ایکس پاڼه په یو ویډیویي پیغام کې ویلي دي چې دا کسان د افغانستان په کابل، پروان، کاپیسا، خوست، پکتیا، میدان وردګ، ارزګان، کندهار، هرات، بادغیس، سمنګان، سرپل، بغلان، تخار، بدخشان، لغمان او کنړ ولایتونو کې د تالندې او بریښنا، توپانونو، د ډبرو د ښویدو، ږلۍ، اورښتونو او سیلابونو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
د حماد په وینا د تیرو اته څلویښتو ساعتونو طبیعي پيښو د لس کیلومتره سړک سربیره، ۱۷۶ کورونو په بشپړ ډول او ۵۳۶ کورونه په نسبي ډول ویجاړ کړي دي.
حماد زیاتوي چې طبیعي پيښو په تیرو دوو ورځو کې نه یوازې د ۱۹۵۶ جریبه کرنیزه ځمکې او ۸۱۰ جریبه باغونو حاصلات له منځه وړي بلکې په مجموع کې یې ۹۸۹ کورنۍ متاثره کړي دي.
د طالبانو ددې ادارې د ویاند په وینا، د روان هجري لمریز کال د شپږمې نیتې څخه تر اوسه پورې بیلابیلو طبیعي پيښو نه یوازې په افغانستان کې ۲۸۵ تنه وژلي او ۳۵۴ تنه نور یې ټپیان کړي بلکې ۱۸۸۴ کورونه او ۵۷۹ کیلومتره سړکونه یې ویجاړ کړي دي.
طبیعي پيښې په داسې حال کې دغه ځاني او مالي تلفات رامنځ ته کوي چې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ویلي ښځې او ماشومان په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله تر ټولو ډېر اغېزمن کېږي.
دې سازمان د پنجشنبې په ورځ ناوخته (مې ۲۱) پر خپلې ایکس پاڼې په خپاره کړي پیغام کې وویل، طبیعي پېښې پر ټولو وګړو یو ډول اغېز نه لري او د نارینه وو په پرتله د ښځو د مړینې کچه لوړه ده.
د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې چې د بیړنیو مرستو ډېر اړمنو کسانو له ۷۰ تر ۸۰ سلنې ښځې دي، او شاوخوا ۷۵ سلنه هغه کسان چې د طبیعي پېښو له امله له خپلو سیمو بېځایه کېږي، ښځې او ماشومان جوړوي.