د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د پولیو ضد کمپاین؛ له اتو میلیون څخه زیات ماشومان واکسین کېږي

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال د پولیو ضد واکسین دوهم پړاو سراسري کمپاین پیل شوی دی.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال د پولیو ضد واکسین دوهم پړاو سراسري کمپاین پیل شوی دی.

په داسې حال کې چې نړیوال روغتیايي راپورونه افغانستان کې د پولیو ویروس د دوامداره ګواښ خبرداری ورکوي، د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال د پولیو ضد واکسین دوهم پړاو سراسري کمپاین پیل شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د تازه راپور له مخې، افغانستان لا هم د نړۍ له هغو محدودو هېوادونو څخه دی چې په کې د پولیو ویروس بشپړ له منځه نه دی تللی. راپور وایي، د چاپېریالي نمونو په ازموینو کې د پولیو ویروس نښې موندل شوې چې د ویروس د فعال پاتې کېدو په اړه اندېښنې زیاتوي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وایي په دې کمپاین کې به تر پنځو کلونو کم عمره ۸.۳ میلیون ماشومان واکسین کېږي او دا کمپاین به د افغانستان په ۲۰ ولایتونو او ۱۹۴ ولسوالیو کې تطبیق کېږي. کمپاین به په اکثریت ولایتونو کې د مۍ له ۱۸مې څخه تر ۲۱مې پورې او په کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو کې به د مۍ له ۱۹مې څخه تر ۲۲مې پورې روان وي.

روغتیايي چارواکو ویلي د خلکو بې‌ځایه کېدل، سرحدي تګ راتګ، او په ځینو سیمو کې روغتیايي خدماتو ته محدود لاسرسی لا هم د پولیو ضد مبارزې لپاره لوی خنډونه دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له دیني عالمانو، قومي مشرانو، میندو او پلرونو او سیمه‌ییزو بانفوذه شخصیتونو څخه غوښتي چې د واکسین د ټیمونو سره مرسته وکړي او کورنۍ وهڅوي چې خپل ټول د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي.

روغتیايي مقامات ټینګار کوي چې پولیو د ماشومانو فلج یوه خطرناکه ناروغي ده چې درملنه نه لري او یوازې د واکسین له لارې یې مخه نیول کېدای شي. چارواکي وایي، هغه ماشومان چې پر دې ناروغۍ اخته شي، ښايي د تل لپاره فلج شي او یا مړه شي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG