جي-۷ بې وزلو هېوادونو ته د کرونا یو میلیارد ډوزه واکسین ورکوي 

د جي-۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هم مخامخ غونډه وکړه

د نړۍ د اوو بډایه هېوادونو (جي-۷) په غونډه کې به له بې وزلو او کم عاید لرونکو هېوادونو سره د کرونا ضد د یو میلیارد ډوزه واکسین د مرستو اعلان شي.

په دې کې یې ۵۰۰میلیون ډوزه امریکا او ۱۰۰میلیون ډوزه برتانیا ورکوي.

دا غونډه به نن په برتانیا کې جمعه جون ۱۱ (غبرګولي ۲۱) پیلیږي چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن هم ورته رسېدلی دی.

د کوربه هېواد صدراعظم بوریس جانسن ویلي دي چې د نړۍ د اوو شتمنو هېوادونو غونډه کې به د نړۍ کم عاید او متوسط عاید لرونکو هېوادونو سره د کرونا ضد یو میلیارد ډوزه واکسین مرستې اعلان وشي.

ښاغلي جانسن دا اعلان د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر جوبایډن له هغه اعلان وروسته وکړ چې امریکا به له نړۍ سره د ۵۰۰میلیون ډوزه واکسین مرسته کوي.

ښاغلي بایډن ویلي وو: «موږ د خپلو نړیوالو متحدینو سره ګډ کار کوو چې له دغې وبا څخه د نړۍ په ایستلو کې مرسته وکړو. موږ به مخکې یو.»

د برتانیا صدراعظم ویلي دي: « د برتانیا د واکسین له بریالي پروګرام وروسته، موږ اوس په داسې یو وضعیت کې یو چې له ځینو هغوهېوادونو سره مرسته وکړو چې مرستې ته اړتیا لري.‌ موږ به په دغه کار سره د دغې وبا د ماتولو په برخه کې مهم ګامونه اوچتوو.»

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي وو چې د اګسټ په میاشت کې به نړۍ ته د امریکا د واکسین د مرستو انتقال پیل شي. هغه ویلي‌ وو چې ۲۰۰میلیون ډوزه واکسین به د ۲۰۲۱تر پای او نور ۳۰۰میلیون ډوزه به یې د ۲۰۲۲په لومړیو کې اړمنو هېوادونو ته واستول شي.

دا واکسینونه به د ملګرو ملتونو د یو ځانګړي میکانیزم په اساس په بې وزلو او متوسط عاید لروونکو هېوادونو باندې وېشل کیږي.

دا لومړی ځل دی چې جوبایډن د امریکا د ولسمشر په توګه بریتانیا ته په رسمي سفر تللی.

بایډن د برتانیا له صدراعظم سره هم ولیدل او په یوې ګډې اعلامیې کې یې ژمنه کړې ده چې د دموکراسۍ د خپرولو او ازادې سوداګرۍ لپاره به ګډ کار کوي.

ټاکل شوې چې ولسمشر بایډن د جي-۷له غونډې وروسته د روسیې له ولسمشر ویلاديمیرپوتین سره هم وګوري.

د نړۍ اووه شتمن هېوادونو (جي-۷) کې د امریکا متحده ایالتونه، برتانیا، کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا اوجاپان شامل دي.