د لاس رسي وړ اتصالات

چین افغانستان ته د کروناویروس ۷۰۰ زره ډوزه واکسین ورکړ


کابل ته د کروناویروس ضد چینایي واکسین رسیدل
کابل ته د کروناویروس ضد چینایي واکسین رسیدل

په چین کې د کروناویروس ضد جوړ شوي سینوفارم واکسین ۷۰۰ زره ډوزه له بیجینګ څخه کابل ته انتقال شول.

د افغانستان د روغتیا وزارت مسولینو ویلي چې دغه واکسین د پنجشنبې په ورځ جون ۱۰ (غبرګولي ۲۰) له غرمې وروسته کابل ته ورسید او ټاکل شوې چې د هغې د تطبیق کولو پروګرام ژر پیل شي.

له دې دمخه هند د کروناویروس ضد ۵۰۰ زره ډوزه او د روغتیا د نړیوال سازمان د کوواکس پروګرام ۴۸۶ زره ډوزه استرازنیکا واکسین افغانستان سره مرسته کړې وه.

د افغانستان د روغتیا وزارت ویلي چې د هند او د روغتیا د نړیوال سازمان له لورې ۹۶۸ ډوزه مرسته شوی واکسین څه دپاسه ۶۵۰زره کسانو ته تطبیق شوی او دغه بهیر د واکسین د نه شتون په وجه د تیرې دوشنبې په ورځ دریدلی دی.

له چین څخه د کروناویروس ضد واکسین پداسې حال کې کابل ته رسیږي چې همدا اوس کروناویروس په ټول افغانستان کې خپور شوی دی.

د افغانستان د روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې په تیرو ۲۴ساعتونو کې په افغانستان کې ۱۸۲۲تنه په کروناویروس اخته شوي او ۵۶تنه ددغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

پدې توګه د رسمي شمیرو له مخې په افغانستان کې اوس شاوخوا ۸۸زره کسان په کرونا اخته دي او د دې ناروغۍ له وجې د مړینو شمیر پدې هیواد کې ۳۴۲۱ تنو ته لوړ شوی دی. خو د رپوټونو له مخې په کروناویروس د اخته کسانو او مړینو واقعي شمیرې د رسمي شمیرو څخه څو چنده زیاتې دي.

په افغانستان کې د کروناویروس د پیښو د زیاتیدو سره جوخت ددې هیواد د روغتیا وزارت دوه ورځې دمخه په ۱۶ولایتونو کې د ښوونځیو او پوهنتونونو رخصتي د دوو نورو اونیو لپاره وغځوله.

XS
SM
MD
LG