کابل کې د ګازو ټانکر چاودنې دوه تنه وژلي پنځه ټپیان دي

عکس(ارشیف)

د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، د کابل ښار په لوېدیځه څنډه کې د ګازو ټانکر د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

دغه چاودنه نن سې شنبه غرمه مهال مۍ ۲۴ (غبرګولې درېیمه) د کابل ښار د ۱۸مې امنیتي امنیتي حوزې اړوند د دشت برچې په «نقاش» سیمه کې شوې ده.

د کابل امنیه قوماندانۍ کې د طالبانو ویاند خالد ځدراڼ وویل چې دغه ټانکر هغه مهال چاودنه کړې چې چلوونکی یې د ګازو په یو دوکان کې ګاز خالي کول.

ښاغلي ځدراڼ زیاته کړه چې د دغه پېښې ټول ټپیان روغتون ته انتقال شوي او هغوی اوس مهال تر درملنې لاندې دی.هغه د ټپیانو د روغتیايي حالت په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

خو عیني شاهدانو ویلي چې د دغه پېښې د قربانیانو شمېر تر هغه زیاد دي چې د کابل د امنیه قوماندانۍ مسؤلین یې ښيي. هغوی ویلي چې د دغه چاودنې له امله څه باندې لس تنه ټپیان شوي دي.

عیني شاهدان همدارنګه وايي چې تر چاودنې وروسته په سیمه کې اور لګېدنه رامنځته شوې ده او یو مارکېټ یوه برخه سوځېدلې ده. د هغوی په خبره دغه اورلګېدنې د سیمې خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي دي.

د طالبانو چارواکو ویلي چې تر دغه پېښې وروسته سیمې ته د کابل د اطفایې ټېم رسېدلی او اورلګېدنه یې پر وخت مهار کړې ده.

د هغوی په خبره د اور په مهار کولو سره خلکو ته د زیات مالي زیان رسېدو مخه نیول شوې ده.