د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د تېلو ټانکرونو کې اورلګېدنې ۷ تنه مړه کړي


ویل کیږي چې د تیرې شپې په اورلګېدنه کې د تېلو لسګونه ټانکر او یو پترول پمپ هم د اور خوراک شوي دي.
ویل کیږي چې د تیرې شپې په اورلګېدنه کې د تېلو لسګونه ټانکر او یو پترول پمپ هم د اور خوراک شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي د کابل د شکر درې ولسوالۍ په کارېزمیر کې د تېلو ولاړو ټانکرونو کې د اورلګېدو له امله ۷ تنه مړه شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن یکشنبه مۍ دویمه (غوايي ۱۲) ویلي کېدایشي د پېښې د قربانیانو ارقام تغیر وکړي چې وروسته به یې له رسنیو سره شریک شي.

نوموړي زیاته کړې چې لومړی د تېلو په یو ټانکر کې اورلګېدلی او وروسته نورو موټرو او د تېلو یو پمپ ته هم خپور شوی دی.

نوموړي زیاته کړه: "د اورلګېدنې پر لامل موږ کار کوو، لومړی په یو ټانکر کې اور رامنځته شوی او وروسته پراخ شوی دی."

بلخوا ویل کیږي چې د تېرې شپې په اورلګېدنه کې د تېلو لسګونه ټانکر او یو پطرول پمپ هم د اور خوراک شوي دي.

داسې هم ویل کیږي چې د اورلګېدنې له امله خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم رسېدلي، خو کره ارقام یې لا تر دا مهاله معلوم نه دي.

کابل ښار ته د ورځې لخوا لویو بار وړونکو موټرو ته د داخلېدو اجازه نه ورکول کیږي او د پولیس ترافیکو د اصولو له مخې باید یاد موټر د شپې ۹ بجې ښار ته داخل شي.

دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې لسګونه بار وړونکي موټر کابل ښار ته د داخلېدو لپاره په دغه سیمه کې یو ځای درول شوي وو.

بلخوا امنیتي چارواکو ویلي چې تر پېښې وروسته یې ګڼ شمېر کسان ژغورلي دي.

XS
SM
MD
LG