غني له حسن روحاني سره غمشریکي وکړه

ارګ وايي ولسمشر غني له ولسمشر روحاني سره په تیلیفون کې خبرې کړي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د مشر جنرال قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته د ایران ولسمشر حسن روحاني ته تسلیت ووایه.

د ارګ اعلامیه وايي: "د هېواد ولسمشر د هغې پېښې له کبله چې دوه ورځې مخکې په عراق کې وشوه، ولسمشر او د ایران خلکو ته تسلیت او غمشریکي ووایه".

ښاغلي غني په تیلیفون کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره غږېدلی دی. اعلامیه وایي ښاغلي غني د ایران ولسمشر ته دا ډاډ هم ورکړی دی چې د "افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد نه کارول" کیږي. د ارګ په اعلامیې کې په دې اړه نور وضاحت ورکړل شوی نه دی.

د سلیماني له وژل کېدو وروسته د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکیچ مخ پر زیاتېدو دی. ولسمشر ټرمپ ګواښ کړی که ایران د امریکا پر ضد اقدام وکړي، ۵۲ هدفونه به یې په نښه کړي.

امریکا دا مهال په افغانستان او عراق کې پوځي اډې لري او داسې انګېرل کیږي چې ښايي امریکا د ضرورت په صورت کې له دغو اډو څخه د ایران پر ضد کار واخلي.

تر دې مخکې د ارګ په وینا ولسمشر غني د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو سره هم په تیلیفوني خبرو کې په دې ټېنګار کړی و چې د افغانستان خاوره به د بل چا پر ضد نه کارول کیږي.

د پنجشنبې په ورځ د بغداد هوايي ډګر ته نژدې امریکايي ډرون الوتکو د قدس ځواکونو مشر وواژه. د هغه مړی ایران ته لېږدول شوی او د ایران حکومت درې ورځې ماتم اعلان کړی دی.

ولسمشر ټرمپ سلیماني لوی ترهګر بللی او په سیمه کې یې د امریکايانو په وژلو تورن کړی او ایران د هغه د غچ اخیستلو ګواښ کړی.