عامو خلکو ته د هانتاویروس د انتقال خطر کم دی- صحي مسئولین

د متحدو ایالتونو د ناروغیو د مخنیوي او کنترول اداره وايي چې د هانتاویروس د خپرېدو له اندېښنو سره سره عامو خلکو ته د دغه ویروس د خپرېدو خطر ډېر کم دی.

دا ویروس د «اموي هوندیس» په تفریحي بېړۍ کې خپور شوی دی.

د متحدو ایالتونو د ناروغیو د مخنیوي او کنترول په مرکز کې د هانتاویروس د مخنیوي د څانګې مشر ډیویډ فیټر وویل چې د اوسنیو معلوماتو په اساس، په دغه ویروس د عامو خلکو د اخته کېدو خطر ډېر کم دی او هغوی د ټولنې د سالم حفاظت لپاره بشپړ چمتوالی لری.

دا څرګندونې داسې مال کېږي، چې د اموي هوندیس د تفریحي کښتۍ ۱۶ سپاره د خپل قرنطین د مودې د تېرولو لپاره د نبراسکا ایالت ته انتقال شول. د نبراسکا ایالت د روغتیا یو مسئول برندون جکسون تائید کړ چې هغوی په سیمې کې په دقيقې ارزونې بوخت دي.

په همدې حال کې د روغتیا نړیوال سازمان تېره ورځ اعلان وکړ، چې د هانتاویروس د اخته کسانو شمېر ۱۱ ته رسېدلی دی.

د دغه سازمان مشر تدروس ادهانوم په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د دغه ویروس ټول مشکوک او قطعي موارد د همدغې کښتۍ په مساپرو پورې منحصر دي او عامو خلکو ته یې د خپرېدو کومه نښه نه لیدل کېږي.

د دغې ناروغۍ نښې نښانې تبه، لړزه، د عضلاتو درد او تنفسي ستونزې دي. د روغتیا نړیوال سازمان مشر سپارښتنه کړې چې ټول مسافر باید د ۴۲ ورځو لپاره په قرنطین کې پاتې شي، ځکه چې وختي تشخیص د ناروغانو د ژوندي پاتې کېدو چانس زیاتوي.