د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیت هګسیت د شنبې په ورځ (جون ۶) د (D Day) ورځې د دوه اتیامې کلیزې په مناسبت د فرانسې په کولیویل-سور-مېر کې په جوړو شویو مراسمو کې ګډون وکړ.
ډي ورځ هغې ورځې ته ویل کیږي چې څه باندې ۱۵۰ زره متحدو ځواکونو د ۱۹۴۴ کال د جون په شپږمه نیټه د فرانسې څخه د هټلر ځواکونو د شړلو په هدف د اوبو او هوا له لارې برید وکړ.
د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر د نورماندي په امریکايي هدیره کې د وینا پرمهال د عصري ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل د اروپا مختلف سواحل د بیلابیلو خطرناکو آیډیولوژي ګانو سره مخ دي.
نوموړي پر حکومتونو غږ وکړ چې اقدام وکړي:" له بده مرغه، نن ورځ، د اروپا بېلابېل ساحلونه د بېلابېلو خطرناکو ایډیالوژیو له خوا تر برید لاندې دي. د اسپانیا او ایټالیا ساحلونه. په یونان او بلغاریا کې. کښتۍ او سړي راورسیږي. کله به د اروپا پلازمینې د دې یرغل په اړه یو څه وکړي؟ ایا ډېر ناوخته شوی؟ زه دعا کوم چې داسې نه وي، او باور لرم چې داسې نه ده. هغو کسانو چې دلته جګړه وکړه او مړ شول، اروپا ته یې ازادي بېرته راوګرځوله. دا ازادي باید د مشرانو او جنګیالیو ددې نسل له خوا وساتل شي، که نه نو هغه څه چې هغوی ورته وجنګیدل، یوازې لنډمهاله وو."
د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر د پیاوړو اتحادونو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې ملتونه باید خپل مسولیتونه شریک کړي او د ازادۍ د دفاع لپاره "له یو بل سره څنګ په څنګ" ودریږي.
هګسیت وویل، په داسې حال کې چې نړۍ اوس د مخ پر زیاتیدونکو پیچلو ګواښونو له چاپیریال سره مخ ده، باید د ۸۲ کلونو پخوا درسونو عملي کیدو ته مخه وشي کوم چې د هغه وخت له ملګرتیاوو زده شوي وو.
د جګړې وزیر وویل:" قوي متحدین چې هر یو یې خپلې ونډې ته په بشپړه توګه ژمن وي، جګړې ګټي. کوم کسان چې دلته خاورو ته سپارل شوي دي، په داسې یو جنګي اتحاد کې جنګېدل چې هر ملګري پکې د خپل صنعت بشپړ اقدامات، زړورتیا او قرباني راوړې وه. نه تش شعارونه، نه مجلل غونډې. نه اعلامیې. واقعي متحدین واقعي کارونه کوي، د یو مشترک هدف لپاره واقعي قرباني ورکوي چې د جګړې او قرباني وړ وي. هر هیواد خپله ونډه ترسره کړه. له هر هېواد څخه وینه توې شوه. امریکا به مشري وکړي. او موږ باید همداسې وکړو. خو وړ متحدین باید په همدې وخت کې زموږ ترڅنګ وي. په سختو شېبو کې کله چې مسله مهمه وي ځانونه سره یوځای کړي.
د شمیرو له مخې، متحدو ځواکونو د ۱۹۴۴ کال کې د ډي ورځې د عملیاتو پرمهال د شاوخوا ۱۰،۲۵۰ کسانو تلفات درلودل چې پکي وژل شوي، ټپیان او ورک شوي عسکر شامل دي.
ډي ورځ د اروپا پر وچه د متحدینو د یرغلیز عملیات پړاو وو چې د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال د هټلر د ځواکونو څخه د اروپا د ازادۍ لپاره مهم ګڼل کیږي.