د لاس رسي وړ اتصالات

پیت هګسیت: امریکا، اسټرالیا او بریټانیا پرمختللي اوبتلونه جوړوي

د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پيت هګسیت د شنبې په ورځ (مې ۳۰) په سنګاپور کې اعلان وکړ چې متحده ایالات، بریټانیا او اسټرالیا د اکوس درې اړخیز دفاعي تړون له مخې د بې چلوونکو سمندري اوبتلونو جوړولو په برخه کې همکاري کوي.

دا پروګرام، د اکوس د 'دویم ستون' تر نامه لاندې، پر پرمختللې دفاعي ټکنالوژۍ لکه کوانتومي محاسباتو، د سمندر لاندې ټکنالوژۍ، هایپر سونیک، مصنوعي ځیرکتیا او سایبري ټکنالوژۍ پرمختګ باندې تمرکز کوي.

هګسیت وویل چې دا مخکښه پروژه به د بې چلوونکو اوبتلونو لپاره د څو اړخیزو ماموریتونو یوه ډیره ښه ټولګه وړاندې کړي چې د سمندر لاندې عملیاتو ملاتړ او په سمندري ډګر کې د دریو هېوادونو د ګډې برلاسۍ ساتلو لپاره ډیزاین شوې ده.

د بریټانیا د دفاع وزیر جان هیلې هم په سنګاپور کې د شانګریلا ډیالوګ په څنډه کې وویل چې دا پروګرام کولی شي تر ټولو پرمختللې جنګي ټکنالوژۍ د دریو هیوادونو ځواکونو ته په چټکۍ سره ورسوي.

هیلې زیاته کړه چې لندن، واشنګټن او کانبیرا د اوبو لاندې کښتیو لپاره د پرمختللو سینسرونو او د وسلو د سیسټمونو یوه ټولګه جوړوي.

د اکوس تړون په ۲۰۲۱ کال کې د متحده ایالاتو، بریټانیا او اسټرالیا ترمنځ جوړ شو او دا د دریو هیوادونو د هغو هڅو یوه برخه ګڼل کیږي چې په هند-پسفیک سیمه کې د چین د مخ پر ودې پوځي ځواک سره مقابله وکړي.

چین دا تړون خطرناک بللی او خبرداری یې ورکړی چې اکوس کولی شي د سیمې په کچه د وسلو سیالۍ ته لمن ووهي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG