د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیت هګسیت وایي که له ایران سره هوکړه ونشي امریکا د جګړې د بیرته پیلولو لپاره چمتو ده.
هګسیت نن شنبه ( مې۳۰) په سنګاپور کې د شنګري لا دیالوګ امنیتي غونډه کې د خبرو پرمهال وویل، د اړتیا په صورت کې امریکا پوره چمتوالی او امکانات لري.
پیت هګسیت وویل:"د اړتیا په صورت کې د عملیاتو د بیا پیل په اړه زموږ وړتیا تر حده زیاته ده. ددې کار لپاره هلته او د نړۍ په نورو برخو کې زموږ امکانات تر حده زیات مناسب دي، ځکه موږ ډیر غوره او پریمانه تسلیحات انډول کړي. بنا موږ په ډیر ښه موقعیت کې یو."
د جګړې وزیر وویل، ولسمشر ټرمپ داسې یوه غوره هوکړه غواړي چې مطمین شي ایران اټومي وسلې ونلري.
نوموړي وویل:"نن سهار یو فرصت رامنځ ته شو چې له ولسمشر سره خبرې وکړم. هغه وغوښتل ټینګار وکړم چې نوموړی څومره حوصله لري څو ډاډمن شي چې امریکا په داسې تاریخې هڅه کې، له ایران سره به هره هوکړه ښه او غوره وي.
هګسیت په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ (مې ۲۹) د تروت سوشل په یوه پیغام کې ولیکل چې له ایران سره د هوکړې په اړه وروستۍ پریکړه کوي.
هغه په دې پیغام کې خپل عمده شرایط بیان کړل او ویې ویل چې ایران باید هوکړه وکړي هیڅ وخت اټومي وسلې یا بمب ونلري، هرمز تنګی باید ژر تر ژره خلاف شي، حق العبور وانه خیستل شي او د بیړیو په تګ راتګ هیڅ محدودیت نه وي.
په دې پیغام کې، ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا د ایران د بډایه شويو یورانیمو پر له منځه وړلو ټینګار وکړ او وېې ویل چې د هرمز په تنګي کې د ایران له خوا ټول ایښودل شوي ماینونه باید د ایران له خوا لري شي.
تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ سرچینو امریکا غږ ته تایید کړه چې واشنګټن او تهران د اوسني اوربند د غځولو په اړه هوکړې ته نږدې شوي دي او دا هوکړه د ولسمشر ټرمپ تایید ته اړتیا لري.
فورم \ دبحث خونه