د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر لومړۍ) وویل چې د حکومت د سختو پالیسیو او سرحدونو د کنترول له کبله په تېرو ۱۷ میاشتو کې یو ناقانونه کډوال هم متحدو ایالتونو ته داخل شوی نه دي.
ښاغلي ټرمپ چې، د اوکلاهوما ایالت د دورنټ په ښار کې په یوې غونډې کې خبرې کولې وویل چې د مخکني حکومت څخه ورته سرحدونه په بد وضعیت کې پاتې شوي وو، خو زیاتوي چې "موږ په تر ټولو قوي او مصون سرحد بدل کړ،" چې په تاریخ کې یې ساری نه شته.
هغه وویل، "په تېرو ۱۷ میاشتو کې صفر ناقانونه [کډوال] متحدو ایالتونو ته داخل شوي."
ښاغلي ټرمپ د خپل جمهوري ریاست د دویم دور له پیل سره سم د متحدو ایالتونو د سرحدونو د ټېنګولو او ناقانونه کډوالو د مخنیوي لپاره اقدامات وکړل. په دې کې امریکا ته د لسګونو هېوادونو د وګړو په داخلېدو هم بندیزونه او د ویزو محدودیتونه ولګول شول.
ولسمشر ټرمپ همدغه راز په دغې غونډې کې په متحدو ایالتونو کې د جنايي پېښو د کموالي یادونه هم وکړه او ویې ویل چې د ده په حکومت کې د «وژنو کچه تر ټولو ټېټې اندازې ته رسېدلې چې په ۱۲۵ کلونو کې یې مثال نه لیدل» کېږي.