په هند کې د کویډ نولس ناروغۍ بې سارې نوې قضیې

هند په نړۍ کې دریم هیواد دی چې ډیر کسان پکې د کرونا په ویروس اخته شوي.

د هند د روغتیا وزارت نن د یکشنبې په ورځ، سپټمبر ۶ (وږي ۱۶) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې پدې هیواد کې د ۹۰۶۳۲ کسان د کرونا په ویرسو اخته شوي چې یو ریکارډ دی.

په دومره موده کې دومره ډیر کسان د نړۍ په هیڅ یو هیواد کې تر اوسه د کرونا په ویروس ندي اخته شوي.

د امریکا د جانس هاپنکینز د پوهنتونو د معلوماتو له مخې په هند کې تر اوسه «۴۱۱۳۸۱۱» کسان د کرونا په ویروس اخته شوي چې د امریکا او برازیل نه وروسته په نړۍ کې درېیم هیواد دی چې ډیر کسان پکې د کویډ نولس په ناروغۍ اخته شوي.

د کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره تیر کال د ډسمبر په میاشت کې په چین کې خپور شوی خو د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې اوس دا ویروس د نړۍ شاوخوا ۱۹۶ هیوادونو او سیمو ته خپور شوی.

دې ویروس په ټولې نړۍ کې تر اوسه ۸۷۵۹۸۲کسان مړه کړي او ۲۶.۶ میلونه نور پرې اخته دي.