ایران د پوځي رسم گذشت د برید ملامتي د امریکا په سیمه ییزو ملگرو واچوله

ولسمشر روحاني وایي حتی کوچنیو ګواښونو ته به هم غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هدر ناویرت وویل چې متحده ایالات ټول تروریستي اعمال او د هر بېګناه وګړي وژل غندي.

میرمن ناویرت زیاته کړه "موږ د ترورېزم د حملو په وړاندې د ایران له خلکو سره ملګري یو او په دې بد وخت کې خواخوږي ورسره څرګندوو."

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش هم په یو بیان کې ویلي چې دا حمله غندي.

ښاغلي ګوتیرش د پېښې د قربانیانو له کورنیو، د ایران له حکومت او خلکو سره خواخوږي څرګنده کړې او د ټپیانو د سمدستي روغتیا هیله یې کړې ده.

د ایران مذهبي مشر د دې حملې پړه د هغه په وینا د امریکا پر "ګوډاګیانو" اچولې ده.

آیت الله علي خامنه يي پر خپله رسمي ویبپاڼه په یو بیان کې ویلي دا برید په سیمه کې د امریکا د "ګوډاګیو دولتونو" د پلانونو دوام دی چې هدف یې په ایران کې ناامني ده.

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني د یکشنبې په ورځ (سپتمبر ٢٣) وویل د اهواز په برید کې چې ٢٥ تنه ووژل شول د هغو عربي الاصله مخالفو ډلو لاس دی چې امریکا او د عربي خلیج هیوادونه ورسره پوځي او مالي مرسته کوي. ښاغلي روحاني وویل چې پر ایران برید کوونکو ته به سخت ځواب ورکړي.

ولسمشر روحاني دا څرگندونې د سپتمیر په ٢٣ په تهران کې هغه مهال وکړې چې د ملگرو ملتونو عمومي غونډې کې د گډون لپاره نیویارک ته روانیدو.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د سپتمبر په پای کې د ایران په اړه د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا د غونډې مشرې وکړي. ملگرو ملتونو ته د امریکا سفیرې نیکې هیلي د سه شنبې په ورځ وویل چې د ایران په اړه دغه غونډه به په نیویارک کې وشي.

اغلې هیلي زیاته کړه ولسمشر ټرمپ په دې باور دی چې امریکا باید ډاډه شي چې ایران د نورو هیوادونو په څیر نړیوال مقررات مراعاتوي.

د ایران په اهواز کې په پوځي پریډ د برید مسولیت چې پکې لږ تر لږ ٧٠ تنه ټپیان شول دوو ډلو منلی ده؛ داعش او د اهواز د ملي مقاومت په نوم د حکومت یوې مخالفې عربي ډلې.

پوځي رسم گذشت د ایران او عراق د جګړې د پېل د کلیزې په مناسبت ترسره کېده. د ایران او عراق جګړه په ۱۹۸۰مېلادي کال کې پېل شوه او په ۱۹۸۸مېلادي کال پای ته ورسېده.

د ایران حکومت په تهران کې د متحده عرب اماراتو، برتانیا، هالنډ او ډنمارک استازي د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړي او پر دې هېوادونو یې تور لګولی چې د ایران د اپوزیسیون ډلو ته یې پناه ورکړې ده.

د مجاهدین خلق په ګډون د ایران د حکومت ځینې مخالفې ډلې د ١٩٧٩ مېلادي کال، د اسلامي انقلاب له بریا وروسته په یو شمیر لوېدیځو هېوادونو کې فعالې دي.