د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره د امریکا هڅې

د امریکا او اسرائیل له خوا پر ایران د حماسي غضب د عملیاتو په دوام او د منځني ختیځ د انرژۍ پر تاسیساتو د ایران تر بریدونو وروسته، د تیلو بیې مخ په لوړېدو دي.

د قطر د راس الفان طبیعي ګازو پر تاسیساتو او په ټوله سیمه کې پر نورو ګڼو اهدافو د ایران د رژیم له بریدونو وروسته د تیلو او ګازو بیې لوړې شوې، امریکا او ددغه هیواد ځینې متحدین د هرمز د ستراتیژیکي تنګي د امنیت لپاره اقدامات کوي.

د قطر د انرژۍ وزیر وویل چې د تهران لخوا د هغه هیواد د ګازو پر تاسیساتو برید د صادراتو کچه ۱۷٪ کمه کړې او د بیارغونې چارې به هم پنځه کاله وخت ونیسي.

ایران په کویټ، بحرین، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو کې د انرژۍ تاسیسات هم په نښه کړي دي. په نړۍ کې د یو بیرل خامو تیلو بیه شاوخوا ۱۰۷ ډالرو ته ورسیده په داسې حال کې چې له تیرې ورڅخه څخه لوړه وه.

امریکا او ددغه هیواد متحدین د ایران سره د مقابلې او د هرمز تنګي د خلاصولو لپاره څو نوښتونه پیل کړي دي، د سمندر په اوږدو کې د جیټ الوتکو په ټیټې ارتفاع پروازونه او همدارنګه د ایران د ډرونونو او سمندري کښتیو او اپاچي چورلکو د له منځه وړلو اقدامات هم پکې شامل دي.

د متحدوایالتونو د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز ډن کین، د پنجشنبې په ورځ د پنټاګون په یوه خبري کنفرانس کې د عملیاتو جزییات وړاندې کړل.

هغه وویل چې په وسلو سمبالې د (A-10) ډوله جنګي الوتکې - چې د وارتاګز په نوم پيژندل کیږي - او تر څنګ یې د اپاچې جنګي هليکوپترې د هرمز تنګي په اوږدو کې او د ایران د سویلي ساحل څخه بهر نظارتي ماموریتونه ترسره کړل.

کین وویل،(A-10) وارتاګز الوتکې اوس د سویلي اړخ په اوږدو کې په عملیاتو بوختې دي، د هرمز په تنګي کې د ایران بریدګرې ګړندۍ کښتۍ په نښه کوي.

جنرال ډن کین وویل:" د اپاچې هليکوپترو"د سویلي برخې په جګړه کې برخه اخیستې ده. ځیني دا چورلکې د "یو طرفه بریدګرو ډرونونو د مخنیوي" لپاره کارول کیږي.

د عملیاتو دا ګړندی پړاو د پنټاګون د ګڼو مرحلو د پلان یوه برخه ده ترڅو په وسلو د سمبالو ایراني کښتیو، ماینونو او کروز توغندیو له لوري ګواښونه کم کړي، کوم چې د مارچ له پیل راهیسې یې د اوبو له لارې د کښتیو تګ راتګ بند کړی دی.