د لاس رسي وړ اتصالات

د تېلو او ګازو لوړې بیې؛ ایران د قطر او کوېټ په تاسیساتو پراخ بریدونه کړي دي

د امریکا او اسراییلو د ګډو پوځي عملیاتو په ترڅ کې، د ایران له خوا په منځني ختیځ کې د انرژۍ په تاسیساتو له تازه بریدونو وروسته د تېلو او طبیعي ګازو بیې لوړې شوې دي.

د نړۍ د تېلو او طبیعي ګازو بیې د پنجشنبې په ورځ [د مارچ ۱۹مه] وروسته له هغې لوړې شوې چې ایران په قطر کې د طبیعي ګازو پر لویو تاسیساتو چې د نړۍ ۲۰ فیصده ګاز تولیدوي او په کوېټ کې د تېلو پر دوو چاڼخایونو بریدونه وکړل.

د اروپا د طبیعي ګازو د معاملاتو بیې وروسته له هغې خورا لوړې شوې چې قطر وویل د ایران بریدونو د راس لفان د طبیعي ګازو تاسیساتو ته چې په نړۍ کې تر ټولو ستر هغه دي، پراخ زیان اړولی دی.

د پنجشنبې په سهار د برینټ د نړیوالو معیاري خامو تېلو بیه په هر بېرل کې ۱۱۹ ډالرو ته ورسېده.

د متحده ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ د پنجشنبې په ورځ وویل چې متحده ایالتونه ممکن ژر د نړیوالې عرضې د لوړولو او د بیو د راکمولو لپاره په هغو ټانکرونو چې د ایران تیل لېږدوي، بندیزونه لېرې کړي.

بېسنټ فاکس بزنس ځبري شبکې ته وویل، "په راتلونکو ورځو کې موږ ممکن په اوبو کې بند پاتې د ایران پر تېلو بندیزونه لیرې کړو. دا شاوخوا ۱۴۰ میلیونه بېرل دي. نو دا په دې پورې اړه لري چې تاسو یې څنګه حسابوئ، دا د ۱۰ ورځو څخه تر دوو اونیو پورې اکمالات دي."

همدارنګه، د امریکا د مالیې وزارت د چهارشنبې په ورځ [مارچ ۱۸مه] هغه بندیزونه هم نرم کړل چې له مخې یې امریکایي شرکتونو ته به اجازه ورکړل شي چې د وینزویلا د دولتي تېلو او ګازو د کمپنۍ سره سوداګري وکړي.

سربېره پر دې، سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د جونز قانون هغه شرایط د ۶۰ ورځو لپاره معاف کړي چې د امریکا په بېرغ لرونکو کښتیو کې د امریکايي بندرونو ترمنځ د توکو د لېږدولو لپاره په پام کې نیول شوي. دا قانون په ۱۹۲۰ کال کې د امریکا د بېړیو د جوړولو د خوندي کولو لپاره رامنځته شوی، که څه هم ځینې یې په دې تورنوي چې د ګازو بیه یې لاپسې لوړه کړې ده.

د پنجشنبې په ورځ د متحده ایالتونو د ونډو معاملات راکم شول او د ناسډاک-۱۰۰ ونډې تر ټولو ډېر زیانمنې شوې. د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغې چې فدرالي زیرمو د سود نرخ پر خپل ځای پرېښود، درې واړه لویې ونډې راټیتې شوې.

اروپا او اسیا د منځني ختیځ پر تېلو او ګازو اتکا لري، او هلته هم مالي بازارونه سوکه روان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG