د نړۍ اوو لویو صنعتي هېوادونو (جي ۷) د بهرنیو چارو وزیرانو د منځني ختیځ په بېلابېلو هېوادونو کې د ملکي خلکو او ملکي بنسټونو پر ضد د ایران “بېپروا” بریدونه غندلي، په داسې حال کې چې تهران د دوشنبې په ورځ (مارچ ۲۳مه) متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او بحرین تازه بریدونه وکړل.
د کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، بریتانیا، متحدو ایالتونو او اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د شنبې په ورځ (مارچ ۲۰مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ایران او د هغه د سیمهییزو متحدینو بریدونه “د توجیه وړ نه دي.”
په اعلامیه کې د ایران له رژیم څخه غوښتل شوي چې ټول بریدونه دې “سمدستي او بې له قید او شرطه” ودروي، او د سمندري لارو، په ځانګړي ډول د ستراتیژیک اهمیت لرونکي هرمز تنګي، خوندیتوب دې تضمین کړي.
د جي۷ ډلې څو ځله ټینګار کړی چې ایران باید هېڅکله اتومي وسلې تر لاسه نه کړي، او باید د خپل بالستیک توغندیو پروګرام ودروي، په سیمه او نړۍ کې خپلې بېثباته کوونکې کړنې پای ته ورسوي. همداراز په اعلامیه کې ویل شوي چې رژیم د خپل ولس پر وړاندې له ناوړه تاوتریخوالي او ځپنې لاس واخلي.
متحده عربي اماراتو د دوشنبې په ورځ وویل چې د دوی هوايي دفاعي سیستمونو اووه بالستیک توغندي او ۱۶ بېپیلوټه الوتکې شنډ کړې دي. تر اوسه اماراتو د اتو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی، چې شپږ یې بهرني وګړي دي.
د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زاید آل نهیان د یکشنبې په ورځ (مارچ ۲۲مه) د ایکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې هېواد به یې د “ترهګرو له خوا باج اخیستلو ته غاړه کښېنږدي”، چې دا څرګندونې ظاهراً ایران ته اشاره وه.
د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزیر چو هیون د دوشنبې په ورځ وویل چې له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره په ټیلیفوني خبرو کې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې.
چو هیون وویل چې ایران ته یې سپارښتنه کړې چې د خلیج په هېوادونو کې پر ملکي وګړو بریدونه ودروي. نوموړي همداراز له ایران څخه وغوښتل چې د هرمز تنګي کې د مېشتو کوریایي وګړو او بېړیو امنیت تضمین کړي.
چین هم د دوشنبې په ورځ له ټولو خواوو وغوښتل چې “سمدستي” پوځي عملیات بند کړي او د تاوتریخوالي له زیاتېدو دې ډډه وکړي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان خبرداری ورکړی چې دا شخړه ښايي یو “نه کنټرولېدونکی” حالت ته ولاړه شي.
هسپانیې هم د منځني ختیځ د شخړې پر نړیوالو اغېزو نظر څرګند کړی دی. د هسپانیې صدراعظم پېدرو سانچېز د یکشنبې په ورځ (مارچ ۲۲مه) د هرمز تنګي د پرانیستې او د سیمې د انرژۍ د ټولو تاسیساتو د ساتنې غوښتنه وکړه.
سانچېز په ایکس حساب کې په یوه پوسټ کې لیکلي: «موږ د نړۍ په یوه حساس پړاو کې یو. نور تاوتریخوالی ښایي د انرژۍ په برخه کې د بشریت لپاره اوږدمهاله کړکېچ رامنځته کړي. نړۍ باید د دې جګړې دا بیه ورنه کړي.»
د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي، چې درې اوونۍ وړاندې یې د پوځي عملیاتو له پیل وړاندې د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب په هڅو کې برخه لرله، وویل چې هېواد یې «د هرمز تنګي لپاره د خوندي تګ راتګ د ترتیباتو پر جوړولو جدي کار کوي.»
البوسعیدي زیاته کړه چې دې شخړې لا دمخه «پراخ اقتصادي ستونزې» رامنځته کړې دي، او اندېښنه یې څرګنده کړه چې که جګړه دوام وکړي، ښايي «لا ډېره خرابه» شي.
امریکایي چارواکو ویلي چې د «حماسي غضب» عملیاتو موخې د رژیم د بالستیک توغندیو له منځه وړل، د بېپیلوټه الوتکو د تولید وړتیا له منځه وړل، او د ایران دا توان ختمول دي چې د امریکایانو او د خپلو ګاونډیانو پر وړاندې له زور او ځواک څخه کار اخلي.