کویټ د جمعې په ورځ (مارچ ۲۰) وویل چې د دغه هېواد پوځ د ایران له خوا د توغندیو او ډرون الوتکو یو لړ بریدونو ته ځواب ویلی، چې په کې هغه ډرونونه هم شامل وو چې د مینا الاحمدي د تېلو په چاڼځای کې د اور لیګیدو لامل شو.
د دولتي تېلو شرکت وویل چې د احتیاطي تدابیرو له مخې د تاسیساتو ځینې برخې تړل شوې دي او د چا د ټپي کیدو راپور نه دی ورکړل شوی.
دغه بریدونه په منځني ختیځ کې د ایران د رژیم له خوا د هغو اهدافو پر وړاندې وروستي بریدونه دي، چې درې اوونۍ مخکې د امریکا او اسرائیل له خوا د دغه رژیم پر ضد د بریدونو له پیل راهیسې روان دي.
د بحرین د کورنیو چارو وزارت وویل چې د ایران د توغندي ټوټې پر یوه ګدام راولویدې او دا کار د اور لګیدو لامل شو.
په سعودي عربستان کې د دفاع وزارت راپور ورکړی چې د هېواد په ختیځو سیمو کې یې ۲۵ ډرونونه شنډ کړي او یو بل ډرون یې د الجوف په سیمه کې چې د اردن پولې ته نږدې ده، له منځه وړی دی.
د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت وویل چې د جمعې په ورځ یې ځواکونو ۲۶ ایراني ډرونونه او څلور بالستیک توغندي شنډ کړي دي. د دې جګړې د پیل راهیسې، امارات وايي چې تر ۱۷۰۰ ډېر ایراني ډرونونه او له ۳۵۰ څخه زیات توغندي شنډ کړي دي.
همدارنګه د اوکراین د امنیت شورا منشي رستم عمروف د جمعې په ورځ، وویل چې د اوکراین ټکنالوژي د منځني ختیځ په څو هېوادونو کې د ملکي او مهمو زیربناوو د ساتنې لپاره د ایران د هوايي بریدونو پر وړاندې کارول شوې ده.
عمروف دغه اعلان د ټولنیزې رسنۍ «ایکس» له لارې وروسته له هغې وکړ، چې اردن، کویټ، قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته یې سفرونه کړي وو.
د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرال ډان کېن د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې امریکا هم د خلیج سیمې له خپلو شریکانو سره کار کوي، څو د هغوی دفاعي وړتیاوې لا پیاوړې کړي
فورم \ دبحث خونه