ایران کې کړکیچ: افغانستان ته د کډوالو د ستنیدو بهیر دوام لري

په داسې حال کې چې پر ایران د متحدو ایالتونو او اسراییل هوایي عملیات دوام لري او له پاکستان سره د افغانستان جګړه روانه ده، د طالبانو حکومت وایي چې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو راستنیدل دوام لري.

د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس په خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چې د مارچ میاشتې په ۱۵ نیټه له ایران او پاکستان څخه ۹۵ کورنۍ هیواد ته ستنې شوي دي.

یاد اژانس زیاته کړې ده چې ۲۵ کورنۍ د نیمروز د وریښمو پله، ۳۴ کورنۍ د هرات د اسلام قلعه او ۳۶ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې هیواد ته ستنې شوي دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري اسکان اداره UN Habitat نن دوشنبې په خپل ایکس پاڼه لیکلي دي چې افغانستان ته یو شمیر ستانه شوي کډوال د کورونو، ځمکې او جایدادونو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

دغې ادارې زیاته کړې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړیوال سازمان سره یوځای هڅه کوي چې متاثره شویو ټولنو ته پایه داره حل لارې پیدا کړي.

افغانستان ته د کډوالو د ستنیدو بهیر په داسې حال کې زیات شوی دی چې د ناروې د کډوالو شورا جمعه (مارچ ۱۳) په یو راپور کې وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې په زیاتیدو سره ملکي خلک ډیر زیان ویني.

دغې شورا څرګنده کړه چې د فبروري په شپږ ویشتمه نیټه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو د پیل راهیسې ۱۱۵زره کسان د افغانستان په ختیځ کې بیځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا (دبلیو اف پي) د افغانستان د اوسني اقتصادي وضعیت په اړه په خپل وروستي راپور کې ویلي وو چې افغانستان لا هم د ټیټې ودې سره مخ او د عامو وګړو اقتصادي وضعیت زیانمنونکی دی.

دغه سازمان د کډوالو دوامداره راستنېدل، د اقلیم اړوند ستونزې لکه وچکالۍ او د تاوتریخوالي په شمول د سیمې سوداګریزو ستونزو ددې هیواد اقتصاد د لا فشار سره مخ کړی دی.