د خلیج هېوادونه وايي چې د چهارشنبې په ورځ (د اپریل په لومړۍ) د ایران لهخوا د بېپیلوټه الوتکو او توغندیو د بریدونو نوې څپه پیل شوې ده.
د کویټ په نړیوال هوايي ډګر کې د ایراني ډرون له کبله پراخ اور ولګید.
په متحده عربي اماراتو کې د شنډ شوي ډرون ټوټو د غورځیدو له امله یو کس وژل شوی، او یو کروز توغندی د قطر په اوبو کې د دولتي انرژۍ پر تیل وړونکې کښتۍ لګېدلی دی.
د کویټ د ملکي هوايي چلن عمومي ادارې ویلي چې د ایران او د هغه د ملاتړو وسلهوالو ډلو لهخوا توغول شوي ډرونونه د کویټ د هوايي سون توکو شرکت اړوند د سونتوکو زیرمې په نښه کړې دي، چې له امله یې پراخ اور بل شوی دی.
د دې ادارې ویاند عبدالله الراجحي، چې د کویټ رسمي خبري اژانس له قوله یې خبرې خپرې کړي، د ایران دا کړنه یې "بې شرمه" برید بللی دی.
بیړنیو ټیمونو سمدستي غبرګون ښودلی او چارواکو ویلي چې په پیښه کې تلفات نه دي اوښتي.
د قطر د دفاع وزارت ویلي چې ایران پر دغه هېواد درې کروز توغندي ویشتلي.
د قطر وسلهوالو ځواکونو دوه توغندي شنډ کړي، خو په دریم برید کې بیا د قطر د دولتي انرژۍ شرکت اړوند تیل وړونکې کښتۍ په نښه شوې، چې د قطر په شمالي اوبو کې د رأس لفان څخه شاوخوا ۱۷ سمندري میله واټن کې موقعیت لري.
د قطر د انرژۍ دولتي شرکت تایید کړې چې د دې کښتۍ له ۲۱ عملې څخه هېڅوک ټپي شوي نه دي او نه هم چاپېریال ته زیان اوښتی.
په متحده عربي اماراتو کې، د WAM رسمي خبري اژانس ویلي چې د ډرون د شنډولو له امله پاتې ټوټې د فجیره ښار د الرفاعه سیمې په یوه فارم لوېدلي چې له امله یې یو بنګلهدېشی وګړی وژل شوی دی.
د اماراتو هوايي دفاعي سیستمونو د چهارشنبې په ورځ پنځه بالستیک توغندي او ۳۵ ډرونونه شنډ کړي دي.
د جګړې له پیل راهیسې، ټولټال ۴۳۸ بالستیک توغندي، ۱۹ کروز توغندي او څه باندې ۲۰۰۰ ډرونونه شنډ شوي دي.
د بحرین د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د ملکي دفاع ډلې د یوه نامعلوم شرکت په تاسیساتو کې د اور وژنې هڅه کوي، چې د ایراني بریدونو له امله بل شوی دی.
د بحرین دفاعي ځواکونو ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې څلور توغندي او ۱۹ ډرونونه شنډ کړي دي.
د سعودي عربستان د دفاع وزارت ویلي چې ځواکونو یې څو ډرونونه شنډ او له منځه وړي، او د ټپیانو راپور نه دی ورکړل شوی.
په همدې حال کې، د یمن حوثي ډلې، چې امریکا یې ترهګره ډله ګڼي، د چهارشنبې په ورځ اعلان کړی چې پر اسرائیلو یې د توغندیو یو نوی برید ترسره کړی دی.
دې ډلې ویلي چې دغه برید یې د ایران او د لبنان د حزبالله ډلې سره په همغږۍ ترسره کړی دی