د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د افغانستان په ګډون یو شمیر هیوادونو ته د 'سفر نه کولو' سپارښتنه کړې

په داسې حال کې چې د ایران د رژیم په وړاندې د متحدو ایالتونو او اسرائیل نظامي عملیات دویمې میاشتې ته ننوځي، د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د نړۍ هیوادونو ته د سفر کولو په تړاو نوې ابلاغیه صادره کړې.

په دغې ابلاغیې کې یو شمیر مشخصو هیوادونو ته د سفر کولو په اړه امریکایانو ته د احتمالي خطراتو خبرداری ورکړل شوی دی.

ابلاغیه د شنبې (مارچ۲۸) په ورځ تازه شوه او د نظامي تحولاتو له امله د منځني ختیځ اکثرو برخو او تر هغه وراخوا سیمو کې د ډیر احتیاط یادونه شوې ده.

ابلاغیه زیاتوي چې د ایران ملاتړي ډلي ممکن په نورو سیمو کې د امریکا ګټي او یا هم په ټوله نړۍ کې امریکایان په نښه کړي. ابلاغیه وایي د منځني ختیځ په ګډون د امریکا دیپلوماتیک تاسیسات په نښه شوي او له امریکایانو غوښتل شوي چې په خاص ډول په منځني ختیځ کې له ډیر احتیاط څخه کار واخلي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د امریکایانو د خبرولو لپاره د خطراتو د ارزونې په هدف، د څلورو کټګوریو مشورتي سیستم کاروي.

لومړۍ کټګوري په دې معني ده چې نورمال تدابیر ونیول شي. دویمه کټګوري وایي مسافر باید ډیره پاملرنه وکړي. درېیمه کټګوري مشخصو هیوادونو یا سیمې ته د جدي ګواښونو خبر ورکوي او بیانوي چې مسافر باید د خپل سفر په اړه له سره غور وکړي. څلورمه کټګوري بیا د لوړي کچې خبرداری ورکوي او وایي چې "سفر مه کوئ" ځکه ژوند ته خطرات موجود دي. د امریکا حکومت ممکن محدود او یا هم دا توان ونلري چې په بیړنیو حالتونو کې له خپلو اتباعو سره مرسته وکړي. په ابلاغیه کې همدارنګه امریکایي اتباعو ته روښانه شوې که په داسې ډول هیوادونو کې دي، له هغو څخه دې ووځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ایران په څلورمه کټګوري کې راوستي په دې معني چې "سفر مه کوئ". افغانستان، هایټي،عراق، لیبیا، روسیه، سومالیا، سودان، اوکراین او یمن هم په څلورمه کټګوري کې راوستل شوي دي.

د خلیج یو شمیر هیوادونه هم له دویمې کټګورۍ څخه درېمې ته لوړ شوي چې په هغو کې سعودي عربستان، بحرین، کویت او عمان دي. په درېیمه کټګوري کې اسرائیل، متحده عربي امارات، کولمبیا، هندورانس، ونزویلا، خطر او نیکاراګوا شامل دي.

د دویمي کټګوري هیوادونه بیا کیوبا، مکسیکو، ډومینیکن جمهوري، فرانسه، ایټالیا، ګرینلنډ او بریټانیا دي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له امریکایانو چې نورو هیوادونو ته د سفر کولو نیت لري غواړي ځانونه Smart Traveler Enrollment Program کې ثبت کړي کوم چې وړیا خدمات دي او د سفارتونو او قونسلګریو تازه معلومات او خبرداري خپروي.

دا خبرتیاوي کیدای شي په هر هیواد کې متفاوتي وي او امریکایي چارواکي ټینګار کوي کیدای شي په هغو هیوادونو کې ډیر ژر بدلې شي چې جګړې اغیزمن کړي، چارواکي معلوماتو او خبرداریو ته د جدي پاملرنه غږ کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG