ولسمشر ټرمپ: د ایران انفلاسیون ۳۰۰فیصده لوړ شوی او خلک يې خوراکي موادو ته اړتیا لري

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټېنګار کړی چې د ایران خلک خوراکي موادو ته اړتیا لري او ټاکل شوې چې په انحصاري توګه به له امریکايي کروندګرو څخه غله او دانه وپېرودل شي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (جولاۍ دویمه) له امریکایي رسنۍ سي ان بي سي سره په مرکې کې په ایران باندې د متحدو ایالتونو د بریدونو د نتایجو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې په دغو بریدونو کې د ایران سیاسي او پوځي مشران وژل شوي او اقتصادي او نور بنسټونه یې هم ختم شوي دي.

هغه ویلي دي چې په ایران کې انفلاسیون له پنځو فیصدو څخه ۳۰۰ فیصدو ته لوړ شوی دی.

ښاغلي ټرمپ وویل: «هغوی ۳۰۰ فیصده انفلاسیون لري. یوه روپۍ هم ګټلای نه شي. بنآ، موږ به د هغوی ځینې پېسې واخلو او ورته به یې وپېرو. هغوی خوړو ته ضرورت لري، وږو ته ضرورت لري، غنمو ته ضرورت لري ، غلو او دانو ته ضرورت لري، او موږ به یې په انحصاري توګه له امریکایي ګروندګرو څخه ترلاسه کړو.»

ولسمشر ټرمپ د هرمز تنګي محاصرې ته په اشارې وویل چې دا محاصره «یو فولادي دیوال» و او یوه کښتۍ هم له دې لارې ایران ته نشوی داخلېدای.

متحدو ایالتونو په ایران باندې له بریدونو وروسته د هرمز تنګی محاصره کړ او هېڅ یوه کښتۍ یې نه پریښوده چې د ایران بندرونو ته ولاړه شي او یا ترې راووځي.

دا مطلب هم ولولئ

ونس: ایران د اټومي وسلو د جوړولو څخه ډېر واټن لري

په همدې حال کې، په ملګرو ملتونو د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي مایکل والتز ویلي دي چې امریکا اجازه نه شي ورکولای چې ایران د هرمز تنګي کنترول په خپل لاس کې واخلي او د «نړۍ اقتصاد یرغمل» کړي.

هغه په ایران غږ وکړ چې د خبرو لاره غوره کړي.

نوموړي وویل: «موږ نن یو ځل بیا ایران هڅوو چې د سولې او خبرو لارې ته راستون شي. نړۍ له ایران سره نه ده. د ایران خلک له رژیم سره نه دي. ګاونډیان یې له رژیم سره نه دي.»

اخوا په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي امیر سعید ایرواني متحده ایالتونه او اسرائیل په « تحمیلي جګړو» تورن کړل.

بل لوري ته ایراني رسنۍ وایي چې د هغه هېواد د پخواني رهبر علي خامنه يي د جنازې د مراسمو ترتیبات پيل شوي او ټاکل شوی چې په خپل پلرني ښار مشهد کې خاوره ته وسپارل شي.

خامنه يي ۳۶ کاله په ایران واکمني وکړه، د فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا او اسرائیل په ګډو هوايي بریدونو کې ووژل شو.

د خامنه يي د جنازې مراسمو ته د افغانستان په شمول د سیمې د هېوادونو یو شمېر مشران هم وربلل شوي دي.