په عراق کې په مظاهرو کې بیا تاوتریخوالی شوی

مظاهره کوونکي وایي چې پولیسو ډزې کړي دي

په عراق کې د روانو مظاهرو په تازه پېښو کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي دي او ۳۵ نور ژوبل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د چارواکو له خولې لیکلي دي چې امنیتي ځواکونو د مظاهره کوونکو د خواره واره کولو لپاره ډزې کړي دي.

د عراق په جنوب اوځینو نورو برخو کې له تېرې شاوخوا دوو اونیو راهېسې لویې مظاهرې روانې دي. مظاهره کوونکي د عراق لویې سیاسي ډلې او حکومت په فساد او خلکو ته په نه کار کولو تورنوي.

د عراق په مظاهرو کې په تاوتریخوالي کې تر دې دمه ۲۶۷ کسان وژل شوي دي. مظاهره کوونکو د څو سیاسي ډلو د دفترونو ځینې برخې سوځولي او د ایران پر سفارت یې هم برید کړی دی.

په همدې حال کې په عراق کې د (نټ بلاک) په نامه یوه شبکه چې خلکو ته انټرنټ ورکوي، وایي چې په بېلابېلو برخو کې انټرنټ خراب شوی او کار نکوي.

مظاهره کوونکي د عراق د صدراعظم استعفا غواړي. دوی په اصل کې په حکومت د فساد د موجودیت، کاري زمینو، روغتیايي خدمتونو او نورو اسانتیاو د کموالي او نشتولي په ضد مظاهرې کوي.

د عراق حکومت ژمنه کړې ده چې د مظاهره کوونکو غوښتې به مني او د فساد پر ضد به قوي مبارزه کوي.