اسلام اباد عالي محکمې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر نا اهله کړ

په هغه دا تور دی چې بهر یې خپله شتمني پټه ساتلې ده

د پاکستان یوې محکمې د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف نا اهله وګاڼه او امر یې کړی چې باید د وزارت د مقام نه لیرې شي.

په هغه دا تور دی چې د پاکستان نه بهر یې خپله شتمني پټه ساتلې ده.

د اسلام اباد عالي محکمې کافي وخت کیده چې د بهرنیو چارو د وزیر په دوسیه یې کار کاوه او بالاخره یې نن هغه د وزارت د مقام لپاره نا اهله وګاڼه.

د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف ویلي چې سترې محکمې ته به د استیناف غوښتنه کوي. خواجه آصف د مسلم لیګ نواز ګوند غړی دی.

د پاکستان سترې محکمې مخکنی صدراعظم نواز شریف تیر کال د جولاۍ په میاشت کې د صدراعظمۍ د مقام لپاره نااهل کړی و. په نواز شریف هم د اداري فساد تر څنګ دا تور و چې په بهر کې یې خپله شتمني پټه ساتلې وه.

که د پاکستان ستره محکمه د بهرنیو چارو د وزیر خواجه آصف د استیناف غوښتنه رد کړي، هغه به ونشي کړی چې د سږکال په انتخاباتو کې برخه واخلي.

د تحریک انصاف ګوند یو مشهرو غړي عثمان ډار د څو کالونو راپدیخوا د ښاغلي آصف په خلاف حقوقي مبارزه کوله او کوښښ یې کاوه چې هغه په بهر کې د شتمنیو د پټ ساتلو په خاطر نا اهله وګڼل شي.

ښاغلي ډار د محکمې د حکم نه وروسته ویلي دي چې " د قضایه اداري نه خوښ یم چې عدالت یې پر ځای کړ."

د نا اهلۍ قانون د ۱۹۸۰ په لسیزه کې د پاکستان د پخواني دیکتاتور او پوځي مشر جنرال ضیاالحق په وخت کې جوړ شو. د دې جنجالي قانون له مخې هیڅ "غیرې متعهد"یا داسې کس چې ریښتینی نه وي، نشي کولی چې د پارلمان غړي اوسي.

ضیاالحق دا قانون پدې خاطر جوړ کړی و چې مخالفین یې ونشي کړی په پارلمان کې څوکۍ وګټي.