د امریکا-ایران د اوربند برسیره پر لبنان د اسرائیل بریدونه دوام لري او د مړو شمېر لوړېږي

اسرائیلو د پنجشنبې په ورځ د اپرېل نهمه پر لبنان نوي بریدونه وکړل، چې په ترڅ کې یې د حزب‌الله د عمومي منشي نعیم قاسم وراره ووژل شو او د هېواد په جنوب کې یې د سیندونو پر سر پر تېرېدونکو لارو بریدونه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې یادې ډلې یو ځل بیا د راکټي بریدونو لړۍ پیل کړې او دا اختلاف هم زیات شوي چې ایا د امریکا او ایران ترمنځ اوربند د لبنان شخړه هم رانغاړي که نه.

د اسرائیلو پوځ ویلي چې د هدفمند برید په ترڅ کې یې د نعیم قاسم وراره، چې د هغه شخصي مرستیال په توګه یې کار کاوه، وژلی دی.

د لبنان دولتي رسنیو ویلي، اسرائیلو همدارنګه د پنجشنبې په ورځ د بیروت جنوبي سیمې په نښه کړې او د جنوبي لبنان په ګڼو ښارګوټو یې بریدونه کړي دي.

د لبنان د ملکي دفاع ادارې ویلي چې د چهارشنبې ورځې په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۵۴ کسان وژل شوي، چې دا د مارچ له دویمې نېټې راهیسې د جګړې له پیل وروسته تر ټولو خونړۍ ورځ بلل کېږي.

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې د جګړې له پیل راهیسې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۱۲۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.

یاد وزارت په دې شمیرو کې د ملکي وګړو او جنګیالیو ترمنځ توپیر نه کوي. لبنان د ملي ماتم ورځ اعلان کړې او دولتي ادارې یې تړلې دي.

ملګرو ملتونو دغه بریدونه غندلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک ویلي: «په لبنان کې د وژنو او ویجاړۍ کچه رښتیا هم وېروونکې ده.» ترک زیاته کړې چې د اوربند له اعلان څو ساعته وروسته دومره مرګ‌ژوبله «د باور وړ نه ده».

حزب‌الله، چې په لومړیو کې یې ویلي وو د امریکا او ایران د اوربند له مخې به خپل بریدونه دروي، د پنجشنبې په ورځ یې اعلان وکړ چې بریدونه بېرته پیلوي.

دې ډلې یو ځل د اسرائیلو پر پولې او دوه ځلي د اسرائیلي ځواکونو پر هغو قطعاتو بریدونه کړي چې د لبنان په جنوب کې فعالیت کوي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې پر لبنان د اسرائیلو بریدونه د اوربند سرغړونه ده او دا به خبرې اترې بې‌مانا کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د PBS NewsHour سره په مرکه کې ویلي چې «د حزب‌الله له امله»، لبنان د ایران سره د اوربند برخه نه ده، خو زیاته یې کړه چې «دا موضوع به حل شي».

د امریکا مرستیال ولسمشر جي‌ډي وینس ویلي، ایران فکر کاوه چې اوربند لبنان هم رانغاړي، «خو داسې نه وه».

هغه زیاته کړه چې اسرائیلو منلې چې «په لبنان کې به لږ ځان کنټرول کړي» څو د سولې د راتلونکو خبرو اترو ملاتړ وشي.

حزب‌الله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د ۱۹۹۷ کال د اکتوبر په اتمه د بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه نومول شوې ده.