واشنګټن: طالبان نه غواړي د سیمې په سولې او ثبات کې رغنده ونډه ولري

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د طالبانو حکومت اعمال د دې څرګندونه کوي چې دا ډله نه غواړي د سیمې د سولې او ثبات په برخه کې رغنده ونډه ولري.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دا د متحدو ایالتونو او نړۍ په ګته ده، چې داسې یو افغانستان وویني، چې بیا هېڅکله ترهګرو ته پناه ورنه کړي، خپلو نړیوالو مسولیتونو او مکلفیتونو ته پابند واوسي او د دې په ځای چې د سیمې د ثبات د کمزورتیا عامل وي، په هغې کې خالصه ونډه ولري.

د دغه وزارت یو ویاند امریکا غږ ته په یو استول شوي ایمیل کې لیکلي دي:« طالبانو د خپلو اعمالو له لارې روښانه کړې چې علاقه نه لري د سیمې په ثبات کې رغوونکې رول ولوبوي او دوی لا هم د ځانګړې نړیوالې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي.»

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه بیان د ګډ امنیت د تړون او د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان د هغه دریځ په ځواب کې استولی، چې د سیمې او سولې په دوامداره ثبات کې د افغانستان په ونډې ټېنګار کوي.

د دوشنبې په ورځ په ویانا کې د ګډ امنیتي تړون منشي طلعت بیګ مسدیکوف او د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان د منشي فریدون سنیرلیلو ترمنځ په غونډې کې په افغانستان خبرې وشوې او د افغانستان د وضعیت دوامداره څار د سیمې د دایمي ثبات او سولې لپاره ارزښتناک وبلل شو.

په همدې حال کې تېره ورځ د نیویارک په ښار کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډې کې د هند استازي هرېش پارواتانني په افغانستان کې په وروستیو شخړو کې د ملکي خلکو په تلفاتو اندېښنه وښوده.

دا غونډه په وسله والو شخړو کې د ولسي خلکو د حفاظت تر عنوان لاندې بلل شوې وه.

د هند استازي وویل: «د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت [یوناما] راپور ورکړی چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو دریو میاشتو کې یې د ۷۵۰ ملکي خلکو وژل او ژوبل کېدل ثبت کړي، دا د سرحد په اوږدو کې د وسله وال خشونت له کبله دي، چې د پاکستان پوځي ځواکونو کړي او ډېر یې د هوايي بریدونو له امله دي.»

د هند د استازي تر دغو څرګندونو دوې ورځې مخکې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې د ترهګرو ډلو په ضد جدي اقدامات وکړي.

نوموړي وویل: «د طالبانو حکومت باید د ترهګرو ډلو، لکه د پاکستاني طالبانو غورځنګ، د داعش-خراسان او د بلوڅانو ازادۍ غوښتونکو غورځنګ په ضد، چې په پاکستان باندې د برید لپاره د افغانستان له خاورې کار اخلي، پرېکنده اقدام وکړي.»

پاکستان د روان کال په لومړیو میاشتو کې د افغانستان په مرکز کابل او ځینو نورو سیمو باندې هوايي او ځمکني بریدونه وکړل. پاکستاني مقامات وايي په دغو بریدونو کې یې د ترهګرو مرکزونه په نښه کړي دي.

خو ملګري ملتونه او د طالبانو حکومت وايي چې د پاکستان په دغو بریدونو کې ولسي خلک وژل شوي او ژوبل شوي دي او ډېر تاسیسات زیانمن شوي دي. افغان طالبان دا ادعاوې ردوي چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې شته او وايي هېچا ته اجازه نه ورکوي، د افغانستان له خاورې د نورو په ضد کار واخلي.