د لاس رسي وړ اتصالات

شهباز شریف: افغان طالبان دې د ترهګرو ډلو په ضد جدي اقدامات وکړي

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه غوښتي دي چې د ترهګرو ډلو په ضد جدي اقدمات وکړي.

ښاغلي شریف د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې په یوې غونډې کې ویلي دي چې پاکستان به په خپلې خاورې کې د ترهګرو رېښې وباسي.

هغه همدغه را د طالبانو څخه هم وغوښتل چې په افغانستان کې دننه د هغه په وینا د مېشتو ترهګرو ډلو په ضد جدي اقدامات وکړي.

پاکستان وايي چې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ غړي او مشران په افغانستان کې دي او افغان طالبان یې ساتي.

خو د طالبانو حکومت تل دا تورونه رد کړي دي او وايي چې هېچاته به اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو په ضد وکاروي.

تر دې مخکې سپینې ماڼۍ ویلي وو چې هر ډول ترهګري غندي او له ټولو خواو څخه غواړي چې اجاره ورنه کړي ترهګر یې له خاورې څخه د نورو په ضد کار واخلي.

شهباز شریف دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې په پاکستان کې تېره اونۍ د دغه هېواد په امنیتي ځواکونو باندې ځينې خونړي بریدونه وشول چې لسګونه کسان په کې ووژل شول او ژوبل شول.

پاکستان د خیبرپښتونخوا د بنو له برید څخه وروسته، چې ۱۵ پولیس په کې ووژل شول، په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت یو دیپلومات احضار کړ او په دې اړه یې ورته خپله جدي اندېښنه څرګنده کړه. اسلام اباد اباد وايي دا برید هغو ترهګرو کړی، چې په افغانستان کې دي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG