د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په تازه څرګندونو کې ویلي چې د ایران له اوسني رژیم سره هوکړې ته رسېدل ستونزمن دي.
ښاغلي روبیو دا څرګندونې هند ته د خپل سفر پر مهال د (Network18) په نوم رسنیزې شبکې سره په مرکه کې کړې دي.
روبیو وايي: "له بده مرغه، هغوی نه پوهېږي چې څنګه هوکړه وکړي، او د سختدریځو شیعه دیني مشرانو تر کنټرول لاندې دي. زه د ټولو شیعه دیني عالمانو خبره نه کوم، بلکې زما موخه هغه سختدریځي شیعه دیني مشران دي چې د خپلو مذهبي عقایدو له مخې عمل کوي. له داسې کسانو سره هوکړې ته رسېدل ډېر ستونزمن دي. "
ښاغلی روبیو په دې مرکه کې د هرمز تنګي اوسني وضعیت ته په اشارې ویلي چې "په هره عادي شپه کې د هغو بېړیو، تېلو او انرژۍ اندازه چې له دې لارې تېرېږي، د جګړې له پیل مخکې کچې ته نږدې ده، یعنې شاوخوا له ۸۰ څخه تر ۱۰۰ سلنې پورې. "
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو زیاته کړې چې ایران په ښکاره وايي چې د هرمز په تنګي کې سوداګریزې بیړۍ په نښه کوي.
روبیو د ایران په اړه وویل: "موږ له یوه داسې دولت سره مخ یو چې په ښکاره اعلان کوي چې موږ سوداګریزې بېړۍ په نښه کوو ".
ښاغلی روبیو وايي له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې مو داسې څه نه دي لیدلي. د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په دې مرکه کې زیاته کړې چې متحده ایالتونه هره شپه د سمندري لېږد رالېږد دفاع کوي، د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو لویه برخه چې ایران یې پر بېړیو توغوي، له منځه وړل کېږي.
خو په وینا یې چې "له بده مرغه، کله ناکله یو توغندی یا بې پیلوټه الوتکه له دفاعي سیستمونو تېرېږي او بېړۍ په نښه کوي . "
مارکو روبیو وايي چې خوشبختانه ډېری بېړۍ بیا هم کولای شي خپل سفر ته دوام ورکړي.
روبیو زیاته کړه چې پر ایران به غیرمعمولي اقتصادي فشار ته دوام ورکړي، ځکه چې هر ډالر او هره سرچینه چې ایران ته په لاس ورځي، د خپلو خلکو د ژوند د ښه کولو یا د خپل هېواد د پرمختګ لپاره یې نه کاروي. برعکس دا سرچینې د ترهګرۍ د ملاتړ لپاره کاروي، توغندي او بې پیلوټه الوتکې جوړوي، څو سوداګریزې بېړۍ ډوبې کړي.