د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د ایران رهبران مو ووژل ځکه ډیر امریکایان یې وژلي وو

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د ایران د رژیم رهبران وژل شوي او د یاد هیواد پوځ له منځه تللی دی.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د دوشنبې په ورځ (اکتوبر ۱۹) په کنزاس ایالت کې د یوې انتخاباتي غونډې پرمهال خبرې کولې وویل د ایران هغه رهبران چې ډیر امریکایان او پنځه اویا زره معترضان یې وژلي وو، له منځه وړل شوي دي.

ټرمپ د ایران په وړاندې د امریکا نظامي عملیاتو ته په اشارې وویل چې د ایران سمندري او هوایي ځواکونه له منځه تللي، رادار او د هوایي مدافع سیستمونه یې تباه شوي دي.

ولسمشر دا هم وویل چې د ایران ۲۲۹ جنګي الوتکي اوس د ایران د اسلامي جمهوري د هوایي ډګرونو په شاوخوا کې ټوټه ټوټه شوي دي. ولسمشر ټرمپ د ایران سره د مذاکراتو په اړه وویل:

ټرمپ وویل: "ستونزه تل همدا ده. اصلا نه پوهیږو چې له چا سره مذاکره کوو. په یاد مو دي؟ د لومړۍ ردې مشران یې له منځه تللي، د دویمې ردې مشران یې له منځه تللي دي، د دریمې ردې نیمایي مشران یې له منځه تللي دي او کوم کسان چې پاتې دي، ویلي: هیله کوو، دا کار ودروي. دا ویرونکې ده. "

ولسمشر ټرمپ د کنزاس په غونډه کې د ایران په قضیه کې د امریکا پر اروپایي متحدینو انتقاد وکړ، هغه وویل چې امریکا د ناټو سره په میلیاردونو ډالره مرسته کړې او کله چې یې له هغوی څخه د ایران په وړاندې د مرستې غوښتنه وشوه دا غوښتنه یې چې د هغوی د ازمایلو په کچه وه، رده شوه.

بلخوا په ترکیه کې د متحدو ایالتونو سفیر او د سوریې له لپاره د واشنګټن استازي ټام بارک نن سه شنبې چې په قطر کې د نړیوال امنیت په غونډه کې خبرې کولې وویل چې واشنګټن د هرمز تنګي د کړکیچ د هواري لپاره د سولې د هوکړې غوښتونکی دی خو د نوموړي په وینا، د دواړو لورو ترمنځ بې اعتمادي دیپلوماتیکې هڅې کمزورې کړي دي.

هغه وویل، امریکا سوله غواړي او دا هغه څه دي چې د مذاکراتو له پیله یې غوښتي دي خو نوموړي وویل چې سپاه پاسداران په ارمیکا باور نلري او امریکا په سپاه پاسدران باور نلري.

په ورته وخت کې یو شمیر رسنیو د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري په قول ویلي دي چې اوس هم د واشنګټن او تهران ترمنځ غیر مستقیم مذاکرات دوام ولري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي چې د دوشنبې په ورځ په تهران کې له خپل روسي سیال سره خبرې کولې وویل چې د هغه هیواد په وړاندې د امریکا جګړه په سیمه کې د ناامنۍ لامل شوې، عراقچي زیاته کړه چې د اوسني کړکیچ د هواري لار دیپلوماسي ده.

عباس عراقچي ویلي: "له روسیې او ګڼو نورو هیوادونو سره زموږ مشترک نظر دادی چې په سیمه کې د مشکلاتو د هواري لپاره نظامي حل لار نشته او هغوی باید دا د دیپلوماسۍ او سیاسي حل لارو څخه هوار کړي. "

خو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تل ټینګار کړی دی چې په هر شکل چې وي ایران سره به جګړه پای ته ورسیږي خو خبرداری یې ورکړی که ایران هوکړه ونکړي، د هغه هیواد په وړاندې به د نظامي لارې څخه اقدام وشي.

څو ورځې وړاندې یو شمیر رسنیو د یو شمیر امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړ چې امریکا د ایران په وړاندې د نظامي عملیاتو په پلانونو کار کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG