د ایتالیوي مشرانو سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لیدنه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې په روم کې د ایټالیا له مشرانو او د واتیکان له مشر پاپ لیو څوارلسم سره لیدلي دي. دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د ایران جګړې، د هرمز تنګي وضعیت، او د امریکا او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي دي.

مارکو روبیو د روم د سفر پر مهال د ایټالیا له صدراعظمې جورجا میلوني او د بهرنیو چارو له وزیر انتونیو تایاني سره د منځني ختیځ، اوکراین، ناټو او نړیوال امنیت په اړه خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، روبیو او میلوني د نړیوالو ګواښونو پر وړاندې د اروپا او امریکا د ګډې همکارۍ پر اهمیت ټینګار کړی دی. روبیو او میلوني شاوخوا یو نیم ساعت خبرې وکړې.

روبیو خپل ایتایي سیال انتونیو تایاني سره په لیدنه کې د نړیوالو مهمو سمندري لارو د امنیت، د هرمز تنګي وضعیت، او د اوکراین جګړې د حل پر هڅو خبرې کړې دي. تایاني خبریالانو ته ویلي چې خبرې مثبتې وې او زیاته کړې یې ده چې “امریکا هم اروپا او ایټالیا ته اړتیا لري.”

روبیو په روم کې خبریالانو ته وویل، نه پوهېږي ولې متحدین د ایران پر ضد د واشنګټن د اقداماتو او د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو ملاتړ نه کوي. هغه ویلي، هېوادونه باید “له سختو لفظي اعلامیو څخه ډېر څه” وکړي.

روبیو خبرداری ورکړ چې د هرمز تنګي د کنټرول په اړه د تهران ادعا یو خطرناک مثال رامنځته کولی شي. هغه وویل که دا عادي شي، نو دا به په نورو سیمو کې هم تکرار شي. روبیو همداراز وویل چې امریکا د ایران له خوا د جګړې د پای ته رسولو د وړاندیز ځواب ته په تمه ده.

دغه سفر کې د روبیو د واتیکان لیدنه هم شامله وه، چیرې چې هغه د نړۍ د کاتولیک عیسویانو له مشر پاپ لیو څوارلسم سره وکتل. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دې لیدنې د امریکا او واتیکان ترمنځ پر قوي اړیکو او د سولې او بشري کرامت د ودې لپاره پر ګډ ژمنتیا ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ او پاپ لیو په وروستیو اونیو کې د ایران جګړې پر سر ښکاره اختلافات لرلي دي. پاپ لیو بیا د خپلې ټاکنې د لومړۍ کلیزې په مناسبت له خلکو وغوښتل چې د سولې لپاره دعا وکړي او جګړه او تاوتریخوالی رد کړي.