ناټو افغانستان سره په خپلو ژمنو بیا ټېنګار وکړ، کابل یې هرکلی کوي

ناټو له شاوخوا شلو کلونو راهېسې په افغانستان کې ماموریت لري

افغانستان د ناټو د سرمشریزې له پریکړې چې له دغه هېواد څخه د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته هم خپل ملاتړ ته دوام ورکوي هرکلی کړی دی.

تېره ورځ په بروکسل کې د ناټو سرمشریزې د غونډې په پای کې دغه سازمان په یوې اعلامیه کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د اړیکو د نوي باب په پرانیستلو، د افغانستان له دولت او خلکو څخه د ملاتړ په دوام، د افغانانو په مالکیت د سولې پروسې او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ودرېدلو باندې ټینګار کړی دی.

په اعلامیه کې همداشان راغلي چې ناټو به په افغانستان کې خپل ملکي حضور ته دوام ورکړي. دغه سازمان د کابل د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت په ساتنې هم توافق کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې په تېرو دوو لسیزو کې له تروریزم سره د مبارزې، د افغان ځواکونو او د امنیتي او دفاعي بنسټونو د ظرفیت لوړولو په برخو کې د ناټو له همکاریو قدرداني کړې ده.

په بیان کې راغلي: "د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د وتلو پریکړې ته درناوی کوي او په تېرو دوو لسیزو کې د تروریزم ضد مبارزه کې د دغو ځواکونو قربانیو ته د قدر په سترګه ګوري او په عین حال کې دا هم په ډاګه کوي چې تروریزم لا هم د افغانستان او د ناټو غړو هېوادونو د امنیت لپاره د یو جدي ګواښ په توګه پاتې دی چې ورسره مبارزه د افغانستان او ناټو ترمنځ دوامدارو او ستراتيژیکو همکاریو ته اړتیا لري."

د افغانستان د ملي امنیت شورا د ناټو د سرمشریزې اعلامیې ته په غبرګون کې ویلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته هم له افغان ځواکونو څخه ملاتړ او د هغوی روزنه به دوام وکړي او په دې برخه کې به د افغانستان له حکومت سره لازمې سلامشورې وشي.

د دغې شورا ویاند رحمت‌الله اندړ وویل: "د افغان ځواکونو مالي ملاتړ، له هېواده د باندې یې روزنه، دلته د غیرنظامي بهرنیو ځواکونو دوامداره حضور او د هوايي میدان په شمول د مهمو بنسټونو د امنیت په تامین کې د نړیوالې ټولنې مرسته هغه څه دي چې موږ ټول یې واضح یادولی شو".

ښاغلي اندړ ټینګار وکړ چې په کابل کې د حامدکرزي د هوايي ډګر په ګډون ټول هوايي ډګرونه به له نړیوالو معیارونو سره فعاله پاتې شي.

هغه زیاته کړه چې افغانستان به هغه لاره انتخابوي چې د دغه هېواد لپاره ملموسې ګټې ولري.