د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د امریکا او ناټو تجهیزات افغان ځواکونو ته د لېږد په حال کې دي


جمهور رئيس غني له پاکستان غوښتي چې له افغانانو سره د ملګرتیا لپاره د سولې له رامنځ ته شوي فرصت څخه استفاده وکړي
جمهور رئيس غني له پاکستان غوښتي چې له افغانانو سره د ملګرتیا لپاره د سولې له رامنځ ته شوي فرصت څخه استفاده وکړي

د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني وايي چې له دغه هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره هم‌مهاله، د ناټو او امریکايي عسکرو تجهیزات افغان ځواکونو ته لېږدول کېږي.

ښاغلي غني د پنجشنبې په ورځ د مې ۲۷ (غبرګولي ۶) په کابل پوهنتون کې د "لوبې د بدلون فرصت، د ناټو او متحده ایالاتو د ځواکونو وتل" په نوم غونډې ته په وینا کې وویل له افغانستان سره د امریکا او ناټونو تړونونه په قوت سره په خپل ځای پاتې دي او د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به په نوي فصل کې یوازې د همکارۍ او ملاتړ بڼه بدلون ومومي.

جمهور رئیس غني وویل: "ټول هغه امکانات او ملاتړ چې د امریکايي او ناټو ځواکونو له خوا برابرېږي (افغان) ځواکونو ته د لېږدولو په حال کې دي، نو له همدې امله به هیڅ کموالی رامنځ ته نشي".

له دې وړاندې د امریکا د اردو د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال فرانک مک‌کینزي ویلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره د دې وخت رسېدلی چې د افغانستان اردو په خپلو پښو ودرېږي او وښيي چې په یوازې د جګړې کولو توان لري.

د ناټو عمومي منشي هم ویلي چې د دغه سازمان متحدین به د افغان ځانګړو ځواکونو د روزنې او د کابل د هوايي ډګر د فعالیت لپاره بودجه برابره کړي.

د افغانستان جمهور رئیس له تروریزم سره د مبارزې لپاره نظامي ځواک یوه اساسي اړتیا وبلله او زیاته یې کړه چې تروریزم پرته له یوې څرګندې فرهنګي طرحې له منځه نه ځي.

هغه وویل چې له تروریزم سره د مبارزې لپاره نظامي ځواک د معنوي او فرهنګي ځواک ملاتړ ته اړتیا لري "له تروریزم سره د مبارزې لپاره فرهنګي مبارزې ته اړتیا ده چې (په دې برخه کې) د عالمانو او ښوونځیو رول خورا مهم دی".

همداشان جمهور رئیس غني د خپلې وینا په یوې برخه کې وویل چې د سیمې هېوادونه له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو وتلو ته چمتو نه وو. هغه ټینګار وکړ چې افغانستان دایمي دښمن او ملګری نه لري بلکې دایمي ګټې لري.

ښاغلي غني زیاته کړه: "افغانستان نه غواړي چې د نیابتي جګړې په ډګر بدل شي، موږ به د بې‌طرفۍ او د نورو په شخړو کې د نه دننه کېدو سیاست غوره کړو".

د افغانستان جمهور رئیس په خپله وینا کې پاکستان په دوه ګوني سیاست تورن کړ او ویې ویل چې دغه هېواد له طالبانو څخه ملاتړ کوي. پاکستان تل دا تورونه رد کړي دي.

د جمهور رئیس غني په باور په افغانستان کې سوله د پاکستان د اقتصادي ودې لامل کېږي او اسلام‌اباد باید د بې‌باورۍ فضا د له منځه وړلو لپاره اساسي ګامونه پورته کړي او د افغانستان له خلکو سره د ملګرتیا لپاره د سولې له رامنځ ته شوي فرصت څخه استفاده وکړي.

XS
SM
MD
LG