کینا کې د امریکا د ایبولا د قرنطین د پلان شوي مرکز رغنیزې چارې ځنډول شوې

د کینیا عالي محکمې په دغه هېواد کې د ایبولا ناروغۍ د درملنې په اړه د متحدو ایالتونو له لوري د قرنطین د یو پلان شوي مرکز پروژه ځنډولې ده.

امریکايي مقامات وايي چې د محکمې په دغې پرېکړې خبر دي او د کینیا له حکومت سره کار کوي چې ستونزه حل کړي.

د کینیا د عالي محکمې قاضي پاترېشیا ناوندې د سه شنبې په ورځ (جون دویمه) حکم وکړ، تر هغه وخت پورې به د دې پروژې رغنیزې چارې ځنډول شوې وې، چې تر څو پورې محکمې یې په اړه د حقوقي قضیې ارزونه بشپړه کړې نه وي.

د دغه پلان شوي مرکز چارې مخکې ځنډول شوې وې او دا موده تېره ورځ ختمېدله، خو محکمې د دریو نورو اونیو لپاره وغځوله.

د ایبولا د قرنطین دا ۵۰ بستریز مرکز د کینیا د نانیوکي په ښار کې جوړېده. د سیمې خلکو له هغه وروسته د دغې پروژې په ضد مظاهرې وکړې، چې متحدو ایالتونو وویل په دغه مرکز کې به په ایبولا اخته امریکایان قرنطین او ساتل کېږي او امریکا ته به نه انتقالېږي.

د متحدو ایالتونو د حکومت یو مقام وویل چې د محکمې د دغې پرېکړې په اړه خبر دی. دغه مقام امریکا غږ ته وویل په دغه مرکز به امریکايي مقامات، ډاکټران او نور روغتیاپالان د امریکایي اتباعو درملنه وکړي.

هغه زیاته کړه: «موږ د کینیا له مقاماتو سره په تماس کې یو او هیله لرو چې اعتراضونه ختم کړای شو. د متحدو ایالتونو حکومت له سیمه ایزو شریکانو سره کار کوي، چې د ایبولا وبا په خپل اصلي ځای کې کنترول کړي، امریکایان خوندي کړي او نړۍ ته یې د نورې خپرېدو مخه ونیول شي.»

د کینیا ولسمشر ویلیم روټو د دغې پروژې د پلان حمایت کړی او ویلي دي چې دا یې د حکومت د چمتوالي د لوی ملي پلان برخه ده.

د کینیا ولسمشر ویلیم روټو وویل: «د امریکا حکومت چې له موږ سره ګډ کار کوي چې دا مرکز جوړ کړي او اطمینان ترلاسه شي چې موږ کله هم یو مرکز ته ضرورت درلوده، دا مرکز به وي او به د امریکایانو په ګډون به د کینیا د خلکو او زموږ د ملګرو درملنه په کې کېږي.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تیدروس ادهانوم غیبریوس ویلي چې د ایبولا د ناروغۍ د خپریدو په مخنیوي کې د ټولو روغتیایي سازمانونو او شریکانو ګډه همکاري او مرسته ضروري ده.

په همدې حال کې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د متحدو ایالتونو د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې په استماعیه غونډې کې وویل چې وزارت بیا یې د ګاوي د نړیوال واکسین له ایتلاف سره تعامل پیل کړی چې په دې برخه کې مرسته وشي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل: «موږ غواړو دا مسئله په داسې توګه حل کړو، چې نتیجه یې هم د کانګرس لپاره د منلوي وي او هم د نړیوالې روغتیا په برخه کې زموږ د اهدافو سره برابره وي.»

متحدو ایالتونو تېرکال په دغه صحي ایتلاف باندې پېسې بندې کړې، هغه وخت د متحدو ایالتونو د روغتیا او بشري سرچېنو وزیر رابرټ کېنېډې د دغه ایتلاف له لوري د واکسین د خوندیتوب په اړه اندېښنه ښودلې وه، خو دغه ایتلاف دا اندېښنه رد کړې وه.

د ایبولا ناروغۍ له کبله د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت کې ۴۸ کسان او په یوګاندا کې یو کس مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت کې ۳۲۱ کسان په دغې ناروغۍ اخته شوي او په شک کېږي چې ۱۱۶ نور کسان هم په دغه ویروس ککړ شوي وي.

د یوګاندا د عامې روغتیا وزارت تېره ورځ د ایبولا شپږ نورې پېښې تائید کړې چې ورسره په دغه هېواد کې د ایبولا په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۵ ته ورسېده.