امریکا به ډیر ژر د خاشقجي د قاتلانو په هکله پوره شواهد ترلاسه کړي

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې امریکا به په راتلونکو څو اونیو کې د جمال خاشقجي د قاتلانو په هکله پوره معلومات ترلاسه کړي او پر هغو کسانو به چې د سعودي عربستان ددغه ژورنالیست په قتل کې لاس لري بندیزونه ولگوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، ویلي چې متحده ایالات پر هغو کسانو باندې د بندیزونو د لگولو په لټه کې دي چې د سعودي ددغه ژونالیست په قتل کې ښکیل وو.

جمال خاشقجي د اکتوبر په دوهمه د واده د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلگرۍ ته تللی و او هملته وژل شوي دی خو مړی یې تر اوسه ندی پیدا شوی.

امریکایي مقاماتو همداشان د د سعودي عربستان نه غوښتي چې د ښاغلي خاشقچي د مړي ځای څرگند کړي او ډیر ژر یې د هغه کورنۍ ته وسپاري.

ترکي مقاماتو ویلي چې خاشقچي وروسته له هغې چې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلگرۍ کې ووژل شو مړی یې "ټوټه ټوټه" شوی او یو نامعلوم لورې ته انتقال شوی دی.

د ښاغلي خاشقجي د کورنۍ غړو او دوستانو ویلي دي چې هغوی د ښاغلي خاشقجي د بدن یواځې یوه ټوټه غواړي چې د سعودي عربستان د مدینې په ښار کې یې خاورو ته وسپاري.

ریاض په لومړي سره کې د ترکي مقاماتو ادعاوی رد کړې خو د شاوخوا دوو اونیو نړیوالو فشارونو وروسته یې ورو ورو تائی دکړل چې دغه ژورنالیست په عمدي توگه په استانبول کې د سعودي په قونسلگرۍ کې وژل شوی دی.