د امریکا، فرانسې او سعودي عربستان چارواکو د پنجشنبې په ورځ، د دسمبر په ۱۸مه ، په پاریس کې د لبنان د پوځ له قوماندان سره وکتل، ترڅو د حزب الله د بې وسلې کولو او د اسراییل او لبنان ترمنځ د نازک اوربند د پیاوړتیا لپاره د یوې لارې نقشې په اړه بحث وکړي.
دا پلان په داسې وخت کې پلي کیږي چې د لبنان پوځ د عملیاتي محدودیتونو له امله د حزب الله پر وړاندې د زور نه د کار اخیستو توان نلري، او د اسراییلو هوایي بریدونو او د حزب الله د مشرانو ګواښونو د اوربند د تړون د ماتیدو خطر ډیر کړی دی.
ډیپلوماتان وايي چې د پاریس د غونډې اصلي هدف د حزب الله د بې وسلې کولو د هر ډول تدریجي پروسې د پیژندلو، ملاتړ او تایید لپاره د میکانیزم نهایی کول دي پداسې حال کې چې په ورته وخت کې د اسراییلو لخوا د تاوتریخوالي د زیاتوالي مخه نیسي.
یوه سناریو چې په پام کې نیول شوې ده د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو او د لبناني پوځ تر څنګ د متحدو ایالتونو، فرانسې او نورو هیوادونو څخه د پوځي متخصصینو په لیږلو سره د اوسني اوربند چوکاټ پیاوړی کول دي.
د اسراییل او حزب الله ترمنځ د څه باندې یو کال سختې جګړې وروسته په کال ۲۰۲۴ کې د واشنګټن په منځګړیتوب اوربند د ایران په ملاتړ د ډلې پوځي وړتیاوې کمزورې کړې، خو د اوربند د سرغړونو متقابل تورونه دوام لري.
په ورته وخت کې، اسراییل د لبنان په جنوبي او د بقاع درې په ځینو برخو کې د حزب الله پر پوستو هوایي بریدونه زیات کړي دي، او ادعا کوي چې د دې ډلې فعالیتونه له "موجوده تفاهم" څخه سرغړونه کوي او اسراییلو ته دایمي ګواښ پېښوي.
اسراییل په وار وار د لبنان د پوځ د هغو هڅو په اړه شک څرګند کړی چې د حزب الله د کنټرول او په ځانګړې توګه په جنوب کې د بې وسلې کولو لپاره ترسره کیږي.
هغه ډیپلوماتان چې له دې موضوع سره بلد دي وايي چې د لبنان پوځ اوس مهال د حزب الله په زوره د بې وسلې کولو لپاره عملیاتي ظرفیت نلري، او له همدې امله د پوځ د ظرفیت د پیاوړتیا او د راتلونکي کال په پیل کې د مالي او د وسلو د ملاتړ لپاره د کنفرانس د جوړولو وړاندیز لا پر ځای دی.
په لبنان کې سیاسي بې ثباتۍ او اداري بن بست هم دا بهیر پیچلی کړی.
د راتلونکو پارلماني ټاکنو په نږدې کیدو سره، داسې ویره شته چې په شیعه میشتو سیمو کې د بې وسلې کولو د مسلې حساسیت به د ولسمشر جوزف عون د پلان سره د مخ په وړاندې تګ اراده کمزورې کړي.
نبیه بری، د پارلمان رییس او د حزب الله یو مهم متحد، د اسراییلو وروستیو بریدونو ته په ځواب کې وویل چې بریدونه د پاریس سرمشریزې ته مستقیم پیغام و او دا وښودله چې د حزب الله د بې وسلې کولو لپاره هر ډول فشار به په لبنان کې د سیاسي مقاومت او لاریون سره مخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې د حزب الله مشران د دې ډلې بې وسلې کول "د لبنان لپاره د مرګ سزا" بولي او خبرداری ورکوي چې دوی به خپلې وسلې تسلیم نه کړي "حتی که اسمان هم راولویږي."
د دې سختو دریځونو سره سره، امریکایی، فرانسوي او سعودي چارواکي هیله لري چې د ډیپلوماتیک فشار، د لبنان لپاره د امنیت تضمین او د هیواد د پوځ پیاوړتیا په ګډه، کولی شي د اوږدې او مرحله ای بې وسلې کولو پروسې لپاره لاره هواره کړي، که څه هم د دې اقدام د بریالیتوب امکانات روښانه نه دي.