د اسرائيلو پوځ د سه شنبې په سهار، د دسمبر په نهمه نېټه اعلان وکړ چې د ايران د ملاتړې ډلې، حزبالله، پر مرکزونو او د دې ډلې پر رضوان نومې قطعې باندې برید کړی دی.
تر دغه برید څو شېبې وړاندې، په سيمه کې ځينو رسنيو او خبريالانو د لبنان سويل ته د شپې لهخوا د هوايي بريدونو د ترسره کېدو خبر ورکړی دی.
همدارنګه په ټولنيزو شبکو کې هغه ويډيوګانې خپرې شوې چې ويل کېږي د اسرائيلو هوايي بريدونه دي.
د اسرائيلو پوځ په يو بيان کې ويلي چې د حزبالله د «رضوان یګان ځواک» له روزنيزو مرکزونو او پوځي ودانيو سره تړلې ځینې ودانۍ یې په نښه کړې دي.
د اسرائيلو دغه بريدونه چې د دې هېواد هوايي برلاسي ښيي، په داسې حال کې ترسره کېږي چې حزبالله په خپله خوښه او سوله اییزه بڼه د خپلو وسلو د سپارلو سره مخالفت کوي.
حزبالله له هغه راهيسې چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې یې ځان د اسرائيلو او حماس جګړې کې ور ښکېل کړ، د اسرائيلو له لوري د پوځي بريدونو هدف ګرځېدلی، او له همدې کبله له جدي کمزورۍ سره مخ شوی دی.
دا پداسې حال کې ده چې د دې ډلې مشر حسن نصرالله هم وژل شوی دی.
اسرائيلي چارواکو تر دې مخکې ويلي و چې دوی به هیڅکله ددې اجازه ورنه کړي چې حزبالله خپل پخوانی ځواک بېرته ترلاسه کړي او د لبنان په جنوب کې بيا ځای پر ځای شي.
اسرائيلو همدارنګه په روان کال کې له ايران سره د جګړې نه وروسته اعلان وکړ چې د ایران د حکومت د ټوپکو، توغندیو او اټومي وړتیاوو د بيا احیا او رغونې مخه به ونیسي؛ هغه حکومت چې د حزبالله او حماس ملاتړ کوي.
فورم \ دبحث خونه