غني: له نړۍ سره مو بې باوري پاې ته رسولې

ولسمشر غني وایې له فساد سره په پریکنده مبارزه کوي

دافغانستان په هکله د لندن نړېواله غونډه د پنجشنبې په ورځ د ولسمشر اشرف غني احمدزي له وینا وروسته پاې ته ورسېده. غونډه د ډاکټر عبدالله په خبرو پرانستل شوې وه.

ولسمشر غني پخپلو خبرو کې وویل چې د ملي يوالي حکومت هڅه کوي چې له څو لسیزو جګړو وروسته، په سوله کې د افغانانو لمړې نسل ولري. ښاغلي غني وویل چې د افغانانو تېرو درو نسلونو په جګړه کې ژوند تېر کړ.

د لندن په غونډه کې د څه باندې شپېتو هیوادونو او نړېوالو سازمانونو استازو ګډون کړې وه. د پاکستان صدراعظم او د امرېکا د باندنیو چارو وزیر هم د غونډې برخه وال وه.

د ښځو پوهنتون

ولسمشر غني له نړېوالې ټولنې وغوښتل چې له افغانستان سره مرسته وکړي چې د ښځو لپاره لمړنې پوهنتون جوړ کړي.

افغان ولسمشر دغه راز د لندن د غونډې پر ګډونوالو غږ وکړ چې خپل بازارونه د افغان ښځو صنعتي توکو لپاره پرانیزي.

افغان ولسمشر او د حکومت اجرايي رئیس، ډاکټر عبدالله، له نړېوالو وغوښتل چې خپلې مرستې له افغانستان سره وغځوي.

جان کري، د متحدو ایالاتو د باندنېو چارو وزیر بېا پخپلو خبرو کې ووېل چې هیواد یې د ۲۰۱۲ کال راهېسې له افغانستان سره شاوخوا ۸ ميلیارده ډالره غېرپوځي مرستې کړي دي.

نواز شریف، د پاکستان صدراعظم بېا ووېل چې افغانستان او پاکستان باید له ترهګرې سره ګډه مبارزه وکړي. هغه ووېل چې نړۍ باید له دې دوو هېوادونو سره پدې لړ کړې مرستې وکړي.