د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په هکله د لندن نړیوال کنفرانس پیل شو‬


د لندن کنفرانس
د لندن کنفرانس

د افغانستان په هکله د لندن نړیوال کنفرانس د افغان حکومت د چارواکو او د نړیوالې ټولنې د استازو په ګډون نن د چهارشنبې په ورځ د برتانیې د بهرنیو چارو د وزارت د لنکسټرهوس په نوم په یوه ودانۍ کې پیل شو .

د افغانستان په هکله د لندن دا کنفرانس د برتانیې په وخت د سهار په لسو بجو پیل شو.

دغه کنفرانس د برتانیا بهرنیو چارو د وزیر فیلیف هامونډ او د افغانستان داجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له خوا په ګډه پرانستل شو او په پام کې ده چې کنفرانس به د جمهور رئیس محمد اشرف غني په وینا پای ته ورسیږي.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر وویل دا دریم ځل دی چې هیواد یې د افغانستان او د نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د ټینګیدلو لپاره د یوې غونډې کوربه دی.

هامونډ وویل چې هیواد یې د افغانستان په امنیتي سکټور او پرمختیا کې ډیره زیاته پانګونه کړې ده.

ټاکل شوې ده چې جمهور رئیس اشرف غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به ژر دغې غونډې ته راشي.

ددغه یو ورځینې کنفرانس په ترڅ کې به د یو شمیر هیوادونو د استازو له خوا د افغانستان په هکله خبرې هم وشي.

همدا شان د برتانیې صدراعظم ډیویډ کامرون او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د دغه کنفرانس په وینا کونکو کې شامل دي.

د برتانیې د نړیوالې پرمختیا وزیرې میرمن جسټین ګریننګ د دغه کنفرانس له پیل څو شیبې وړاندې افغان خبریالانو ته وویل چې دا کنفرانس د نړیوالې ټولنې له خوا افغان حکومت ته یو بل فرصت دی چې د راتلونکي په باب خپل لرلید نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړي.

میرمن ګریننګ وویل دا کنفرانس د افغان حکومت او د نړیوالې ټولنې ترمنخ د ملاتړ او اړیکو د بیا ټینګیدلو په برخه کې یو نوی گام دی.

ددغه کنفرانس دمخه تیره شپه د افغانستان او د سیمي هیوادونویو کنفرانس جوړ شو چې د نورو برسیره د پاکستان صدراعظم میا نواز شریف هم برخه اخیستې وه.

د برتانیې د نړیوالې پرمختیا وزیرې میرمن جسټین ګریننګ خبریالانو ته وویل تیره شپه جمهورریس محمد اشرف غني، اجرائیه ریس عبدالله عبدالله او د پاکستان صدراعظم میا نواز شریف د افغانستان او سیمي د هیوادونو په اړیکو خبرې کړي دي.

ټاکل شوې ده ددغه کنفرانس په پای کې به د افغانستان جمهور رئیس خبریالانو سره هم خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG